(اتمه برخه)
ژباړه: احسان الله عابد
که په رښتيا غواړو چي په کوچنيانو کې مو پټ استعدادونه وازمايو، ډېر ژر بايد دا کار وکړو، او هر څومره ژر چي کيږي په کوچنيانو کي پياوړي ټکي پيدا او روزنې ته يې ښه پام وکړو. د ځينو کوچنيانو د پرمختګ لپاره لاندي ټکي ډېر مهيم دي چي د دې ټکو په پام کي نيولو سره يو کوچنی تر نوي ځوانۍ پوري چټک پرمختګ کولای سي.
حسي خبرتیا: ماشومان باید خپل ټول پنځه حواس زده کړي او له هغوی سره به په ګډه خپلي پلټني پيل کړي او د پلټنو په پايلو کي دې خپلي تجربې ترلاسه کړي: د مثال په توګه، شيدې سپين مايع رنګ لري، عطر دي او يو شانداره بوی لري. او تودوخه لري د تودوخي له کبله انسان سوځي، او د رنګونو او ږغونو احساس. د مثال په توګه، مور او پلار خپل خپل پنځه کلن کوچني زوی ته وايي: راځئ چي په دې صندوق کي وګورو رنګونه راټول کړو او بيا روښانه رنګونه او تياره رنګونه سره يوځای کړو.
ليک، لوست او خبري: که تاسو غواړئ چي ستاسي کوچنيان اطمناني وي او په مجلس کي په خپلي مورنۍ ژبي ښه خبري اتري وکړي، ټکي صحيح تلفظ کړي، د جملو او کليمو جوړښت او پراخ لغتونه وکاروي کوچنيانو ته د کوچنيانو کتاب ولولئ: په ادامه کي د کتابونو په هر ډول، د هغوی خبرې او د هغوی څخه پوښتنه وکړئ چي تاسو يې لوستلای سئ کنه؟ بيا د خپلو کوچنيانو په کتابچه کي د ياداښت په شکل يو څه وليکئ او د هغوی څخه يوه پوښتنه وکړئ چي تاسو ته يو نوټ وليکي او بيا يې ستاسو لپاره ولولي.
ورزش او همږغي: کوچنيان نه سي کولای چي پراخو ځايونو ته په خوندي توګه ولاړ سي، او په خپل شاوخوا چاپيريال کي ودريږي، مزل وکړي، سقوط وکړي يا هم نور حرکتونه وکړي: د خپلو ماشومانو سره هغه آلې چي د هغوی جسم قوي کوي او هغوی ښه فعاليت کولای سي استعمال کړئ، تر څو دوی ښه خوند ورڅخه واخلي او د کوچنيانو سره په بدني روزني کي مرسته کوئ لکه ورزش، فوټبال ، جمناسټک، او داسي نور، او د ماشومانو لپاره دا فرصت برابر کړئ تر څو په خپلو ملګرو کي همږغي پاته سي، او په هر کار کي د يوې ډلي يا ټيم په څېر واوسي.
ساينس / منطقي فکر – ریاضي: ماشومان بايد د زده کړې لپاره په خپلو شاوخوا خبر وي، د ګډ بنسټ پیدا کول، توپيرونه، حساب، د ساينس سره اشنايي او نور فعاليتونه چي دده په دماغ کي په طبعي توګه واقع وي دده د دماغ د شعور يوه برخه جوړوي او په ساينس او رياضي کي مرسته کوي تر څو له دې تجربو هغه چاپيريال چي چي د منطقي پوهي د پرمختګ شکل لري د انسان په دماغ کي کښېنوي، په ټکنالوژيکي برخه کي مايکروسکوپ، شمېرنه او کمپيوټرونو د رياضي او علمي پروګرامونو ټول اړين کارونه چي کولای سي چي د کوچنيانو استعدانونه راپورته کړي د هغوی په واک کي ورکړئ او پرېږدئ چي هغوی سالمه استفاده ورڅخه وکړي
هنر: زيات کوچنيان وي چي د هنر سره زياته مينه لري د هغوی لپاره داسي آلې برابري کړئ چي د يوه استاد په وسيله کولای چي د رسامۍ، نقاشي له کاغذ څخه د يوشي جوړول زده کړي دا هم يو هنر دئ که تاسي خپل کوچنيان د هنر په برخه کي راپورته کړئ دوی ته په راتلونکي کي په هنري برخه کي کومه ستونزه نه پېښيږي خو زيات داسي کوچنيان وي چي له هنر سره زيات ميني لري او يوخت دوی کولای چي د هنر په برخه کي زياتي لاسته راوړني ولري.
ټولنيز مهارتونه: تجربي چي د لاسته راوړنو د احساس سبب سوی، د تجربو په ورزده کړه کي متقابل درناوی له پامه مه غورځوئ مور او پلار بايد د ماشومانو لپاره ځانګړي او د کوچنيانو پر سويو تجربې وړاندي کړي. او د بریالیتوب تجربه په تدريجي ډول ورته اضافه او وکړي. چي بيا وروسته ورو- ورو د کوچني په دماغ کي ځای نيسي او د وخت په تېرېدو سره کوچنی له هغه څخه استفاده وکړي، په دې ډول ويلای سو چي کوچنی تر نوي ځوانۍ پوري ډېر چټک پرمختګ کولای سي او د خپل عمر په دې دوران کي ډېر څه زده کولای سي.
نور بيا…