په امریکا کې یو داسې ماشوم تر اوسه ژوندی دی چې ډاکټرانو يې يو کال وړاندې د پیدايښت په ورځ ویلي وو چې دا به ژوندی نه پاتې کېږي.
د دغه ماشوم د سر ډېره برخه نشته او له همدې امله ډاکټرانو باور درلود چې ژر به مړ کېږي.
دغه ماشوم ورځ په ورځ صحت مند کېږي او دوه ورځې وړاندې یې کلیزه وه چې ونمانځل شوه.
د دغه ماشوم د سالګرې انځورونه په فېسبوک کې خپاره شوي چې یو سل او پنځوس زره خلکو تر دې دمه خوښ کړي دي.
د امریکا په هرو ۴۸۵۹ ماشومانو کې یو یې د مور په رحم کې په دغه ډول ناروغي اخته کېږي چې تقريبا ټول يې د زېږېدو پر مهال مري.
امريکايي رسنۍ وايي، دغه ماشوم د مور په نس کې د ۱۷ اوونیو و چې دوی يې مور ته ویلي وو چې ماشوم یې له منځه ځي، خو کله چې ماشوم پيدا شو او تر څه وخت ژوندی پاتې شو، د روغتیا لپاره يې ۵۸ زره امریکایي ډالر راټول شول چې درملنه یې پرې وکړي.
ډاکټران وايي، اوس دغه ماشوم د ښه کېدو په حال کې دی او هیڅ ډول ستونزه نه لري.