ماشومان د لویانو له خبرو او کړنو ژر اغېزمن کېږي، په تېره بیا د مور او پلار له خبرو او کړو وړو.
که مور او پلار مطالعه کوي، ماشوم هم غواړي ځان د کتاب او کتابچې په پاڼو اړولو بوخت وساتي، غواړي په قلم کرښې وباسي.
که پلار او مور ډېر وخت په بېهوده خبرو او کړنو تېروي، نو ماشوم هم خوشې وخت تېرول خوښوي چې دا کار د ماشوم له راتلونکي سره لويه جفا ده.
د مېندو او پلرونو کار یوازې د اولادونو راوړل نه دی، بلکې په سم ډول د هغوی روزنه او پالنه د دوی اساسي مسووليت دی.
دا له پخوا وختونو دود دی چې مېندې او پلرونه يا په ټوله کې د کورنيو لويانو به ماشومانو ته د هغوی د بوخت ساتلو لپاره نکلونه کول، سروکي او چيستانونه به يې ورته ويل.
له دې کار څخه هدف يوازې د ماشوم بوخت ساتل نه وو، بلکې هغوی ته به يې د نکلونو په ژبه او بڼه نصیحت کاوه، داسې کريکټرونه به يې ورته جوړول چې ماشوم ته راسا پند او نصحت ورسوي.
خو اوس چې تر ډېره خلک بوخت دي، د کيسو ځای هم ټلوېزيون او کارټون نيولی، نو بيا هم مېندو او پلرونو ته په کار دي چې په دې برخه کې د خپلو ماشومانو لارښونه هېره نه کړي، داسې فلمونه، کيسې، کتابونه او نور څه ورته انتخاب کړي چې د ماشوم په ژوند او روزنه نېغ په نېغه اغېز ولري.
ځکه چې په دې ډول سره ماشومان له بدو کارونو منع کېږي او د ناوړه کارونو دروغ ويلو څخه ځان په امان کولای شي.
که چېرې د ماشومانو د ښې روزنې لپاره له پند او نصیحت ډک فلمونه، ډرامې او کیسې چمتو کړای شي، نو د هغوی ذهنونه او فکرونه به هم په مثبت ډول وروزل شي او ګرده ټولنه به ورسره هوسا او نېکمرغه شي.
که د کوچنیانو روزنې او پالنې ته په هوښیارۍ سمه پاملرنه و نه شي، نو د خپل ځان او نورو لپاره به عذاب ترې جوړ شي.
د ماشومانو د روزنې په برخه کې لاندې ټکي بايد په نظر کې ونيول شي:
۱- د خپلو ماشومانو لپاره يوه وړه کتابخانه جوړه کړئ، که يې توان نه لرئ، لږ تر لږه په يوه المارۍ کې د دوی د خوښې کتابونه ځای پر ځای کړئ.
۲- د ماشوم لپاره د دوی کوټه ځانګړې کړئ، د هغوی په خوښه يې رنګ کړئ، د لوبو او نور وسايل ورته پکې ځای پر ځای کړئ.
۳- د ماشوم تر مخه د چا غيبت مه کوئ، ناوړه الفاظ مه کاروئ، ځکه چې دا کار د هغوی په ذهنونو کې هک کېږي، کله چې لويان شي دا کار بيا دوی هم تر سره کوي.
۴- ماشوم وهڅوئ چې له يوه فن او هنر سره مينه پيدا کړي.
۵-خپل ماشوم مو له پرديو لويانو سره مه پرېږدئ.
۶- خپل ماشوم ته مو داسې بوختياوې او سرګرمۍ پيدا کړئ چې په ذهن يې بد اغېز و نه کړي.
۷- ماشومانو ته مو د لوبو وسلې او نور جنګي وسايل مه اخلئ، په ټلوېزيونونو يې د جنګي او وحشي فلمونو ليدو ته ډېر مه پرېږدئ.
۸- ماشومان مو تل وهڅوئ چې دروغ و نه وايي.
۹- ماشومان مو پارکونو، کتابتونونو او نور علمي ځايونو ته بوځئ.
۱۰- ماشوم پرېږدئ چې د ځان لپاره رنګونه، جامې، کتابونه او نور څه په خپله خوښه وټاکي.