تاند- پوهان وایي چې خپلو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه سربېره یوه بله ژبه هم ورزده کړئ. هغه ماشومان چې یوې یې ډېرې ژبې زده دي، په ساینس او ریاضي کې تکړه دي، له نورو خلکو سره د ګوزارې کولو چل ښه ورځي او مبتکر ذهن لري.
د ماشومانو د استعداد د پیاوړي کولو لپاره دا هم یوه کامیابه طریقه ده چې هغوی ته د موسیقي یوه آله ورزده کړئ. څیړنو ښودلې ده چې کومو ماشومانو د ساز یوه آله زده وي، حافظه یې تر نورو ماشومانو پیاوړې وي ، په ریاضي کې تکړه وي او ذهن یې ښه کار ورکوي.
له بلې خوا هغه ماشومان چې خپله کتاب لولي، یا یې مور و پلار ورته یو کتاب اوروي، هم ښه باسواده کېږي او هم یې فکر او خیال پیاوړی کېږي.
د ماشومانو د ذهني پیاوړتیا لپاره یوه بله ګټوره لاره دا ده چې هغوی له نړۍ سره بلد شي. دا ضرور نه ده چې دوی نورو ښارونو او نورو ملکونو ته خامخا سفر وکړي ، بلکې ضرور دا ده چې ماشومانو ته د نورو سیمو، ښارونو او ملکونو عکسونه ورښکاره شي، د نورو سیمو او تاریخ ًپه باره کې خبرې ورسره وشي او د نورو خلکو او کلتورونو کیسې ورته وشي. دغه شی به د دوی ذهن هر اړخیز او جامع کړي.
او بالاخره د ماشومانو د استعداد د غوړولو او روزلو لپاره ښه خواړه هم پکار دي. هغه ماشومان چې سهارنۍ خوري او ښه یې خوري، تر هغو ماشومانو ممکن هوښیار لوی شي چې سهارنۍ نه خوري. د سهار لخوا ښه ډوډۍ خوړل، حافظه پیاوړې کوي او ذهني تمرکز زیاتوي.