یو ژوکانګ هره ورځ خپل معلول زوی په شا کوي او ۲۹ کیلومتره مزل کوي چې ښوونځي ته یې بوځي.
(یو ژوکانګ ) د چين په یوې لرې پرتې سیمې کې ژوند کوي، دی خپل ۱۲ کلن معلول زوی په یوې کجاوې کې ښوونځي ته بیايي، له هغه ځای نه خپل کار ته ورځي، بیا ښوونځي ته ځي او خپل زوی بېرته کورته راولي..
یو ژوکانګ چې ۴۰ کال عمر لري وايي ( پوهېږم چې زما زوی معلول دی خو ذهن کې ښه دی او کومه ستونزه نه لري. د کلي کور نژدې ښوونځيو ته مې بار، بار بوتلو خو زما زوی یې ښووځي کې شامل نه کړ)
ژوکانګ ۹ کاله مخکې کله یې چې زوی درې کلن و له خپلې مېرمنې بېل شو او ژمنه یې وکړه چې خپل زوی به خپله روزي. سره ددې چې ښوونځي ته یې بیا یې کور کې یې هم ټول خدمت په خپله کوي.
د ژوکانګ بخت هله بیداره شو چې کله له دې پېښې نه د چین حکومت خبر شو، اوس یې ورته د ښوونځي تر څنک یو کور ورکړی دی.
هغه پلار چې د خپلې لور د وېښتانو جوړولو لپاره یې د سینګار زده کړه وکړه.
(جزی) یو کال مخکې له خپلې مېرمنې نه بیل شو خو د خپلې وړې درې کلنې لور ويښتان یی نه شو جوړولی، نو ددې ستونزې د حل لپاره یې د وېښتانو جوړلو زده کړل.
اوس (جزی) په ټولنیزو رسنیو کې د وېښتانو د پلار په نوم شهرت لري او کولای شي چې وېښتانو ته ډول، ډول ډیزاینونه ورکړي. اوس یې لور ډېر خوشاله ده.