د وخت پاچا د ژمي په یخه شپه کې له ماڼۍ څخه د باندي راووت، ت څو په ښار کې ګزمه وکړي. د بیا ننوتلو په وخت کې یې یو بوډا سرتیری په نریو کالیو کې ولید، چې پیره داري یې کوله. پاچا له بوډا سرتیري پوښتنه وکړه، چې ساړه دې نه کېږي؟
بوډا سرتیري وویل: پاچا سلامت! ولې نه، خو ګرم کالي نه لرم، مجبور یم، چې دغسي حالات وزغمم.
پاچا ورته وویل چې زه همدا اوس ماڼۍ ته ځم او تا ته ګرم کالي را استوم.
بوډا سرتیری ډېر خوشال شو، د ګرمو جامو په تمه یې خپلې پیره دارۍ ته ادامه ورکړه؛ خو پاچا چې ماڼۍ ته ننوته، خپله کړې ژمنه یې هېره کړه.
د سبا ورځې په سهار ماڼۍ ته نژدې د یخ وهلي سرتیري جسد پروت و، که ګوري دغه سرتیري د ځمکې پر مخ لیکلي:
پاچا سلامت! ما په همدغه نریو کالیو کې، د میاشتې له سره پیره داري کوله، خو ستا د ګرمو کالیو ژمنې له پښو وغورځولم.