خبريال:حکيمي –
د سېف دي چلدرین یا کوچينيانو د ساتنې او روزنې اداره، چې د پاکستان حکومت یې د بندولو امر وکړ او وروسته یې خپل امر بېرته واخیست، په بلوچستان کې له ۱۹۹۶ میلادي کال څخه د لسو افغان پنډغالو د زده کړې پروګرام مخته وړي.
اوس مهال په دي پنډغالو کې شاوخوا ۳۵زره افغان ماشومان د دې ټولني په مرسته تر زده کړې کوي.
تيره ورځ د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په موخه جوړې شوې غونډې ته ويناوالو، د پنډغالو مشرانو، دښوونځيوسرښوونکو، ښوونکو اود زد ه کوونکو والدينو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې سېف دي چلدرین موسسه بنده نه کړي.
دوی وویل چې تر اوسه يې د دې موسسې له لوري کوم سياسي حرکت په افغان پنډغالو کې نه دی ليدلی.