د ماشومانو حافظه تر پینځه کلنۍ پورې ډېر رشد کوي او هر ماشومان په دې وخت کې ددې توانايي لري ، چې په خپلو مغزو کې ځینې خبري ذخیره کړي او په مناسبو وختونو کې له هغې ګټه واخلي .
دغه چانس تر پینځلس کلنۍ پورې له ماشومانو سره وي ، نو په همدې خاطر باید هره کورنۍ په دې عمر کې د خپلو ماشومانو ذهنونه مثبتو خواوو ته واړوي او د هر ډول منفي عمل څخه هم خپله ځان وساتي او هم خپل ماشوم ترې وساتي . په دې اړه په امریکا کې یوه ښکلې څېړنه شوې ده .
د ماشومانو د ذهن سمولو لومړني اسباب
غه اسباب ، چې له درې کلنۍ څخه د ماشومانو په ذهن کې بدلون راولي او د ماشومانو ذهني قوه زیاتوي عبارت دي له :
د ارامۍ احساس ، بې کچې مینه ، مناسبه تغذیه ، د زیتونو او کنجدو په غوړیو د ماشومانو د بدن غوړول او ښه ماساژ ورکول ، له ماشومانو سره ښکلې او په موسکه خوله خبرې ، یا په فردي او یا هم په ډله ایزه توګه له ماشومانو سره لوبې ، د ماشوم په مخ کې د رسمونو جوړول ، ماشومانو ته ښکلې کیسې لوستل ، دا نو هغه خبرې دي ، چې د یوه ماشوم د ذهن په تقویه کولو کې ډېر مهم رول لوبوي .
د اکثره کورنیو پوښتنه دا وي ، چې دغه روزنه باید له کومه وخته پیل شي ؟ که هر وخت ددې ذمینه برابره وي ، چې ماشوم ته روزنه ورکړل شي ، نو ښه خبره ده ، خو تر ډېره باید دا هڅه وشي ، چې ماشوم ونه زورول شي ، که مونږ او تاسې ماشوم ته روزنه هم ورکوو ، نو هغه باید تر کوم ذهني فشار لاندې نه وي ، هیڅ ډول ناروغي ونه لري ، ځکه په دې حالاتو کې ماشوم زوریږي او هیڅ هم نه شي زده کولای .
لاسیکه روزنه
کلاسیکه روزنه د درې کلنۍ په پای او څلور کلنۍ په پیل کې شروع کیږي . په همدې عمر کې غیرې رسمې زدکړې پيلیږي . په دې عمر کې ماشومانو ته ټولنیزې مسلې ، ښکلې خبرې او ګټورې کیسې ویل کیږي . د ماشوم د لوبیز ژوند د پيل لپاره باید انتظار وکړو ، په لومړنیو وختونو کې یواځې ازمیښت ترسره کیږي .کله ، چې د ماشوم عمر له ۱۲ کلنۍ تر ۱۵ کلنۍ پورې رسیږي ، نو بیا د لوبو د پيل امکان شته .
دوهمې ژبې زدکړه
کله مو ، چې ماشوم ته خپله مورنۍ ژبه ور زدکړه ، له هغې وروسته به ورسره د دوهمې ژبې د زکړې په برخه کې هلې ځلې کوئ او دغه کار باید له ۸ کلنۍ وروسته ترسره شي . ټولې غیرې رسمي زدکړې ، چې په هغې ډله کې خطاطی ، نقاشي ، او انځورګري راځي هغه وخت پیلیږي ، کله ، چې ماشوم له لیکلو سره لږه ، لږه بدلتیا پیدا کړي .
دغه راز کله ، چې ماشوم د ګرځېدو شو او خپل چاپیریال ، خلک او ژوند یې و پېژند ، نو تر هغې وروسته به ماشوم په یوه رسمي ښوونځي کې داخیلوئ ، چې دغه کار باید له اوه کلنۍ وروسته ترسره شي.
له مو ، چې یو ماشوم د رسمي زدکړو لپاره ښوونځي ته ولېږه ، نو د ماشوم د لا ښې مطالعې او ښې پوهې لپاره باید ، هغه له نورو زدکړو سره اشنا کړو .
دغه زدکړې د بیلابیلو لارو په وسیله ترلاسه کیدای شي ، کولای شو ، چې یو ماشوم د ګیمونو ، او نورو ذهني لوبو په وسیله د لا ښې زدکړې لپاره جوګه کړو.
کله ، چې د یوه ماشوم ذهن د ریاضي د زدکړې لپاره اماده شو ، نو دا ماشوم به نورې زدکړې هم په ډېرې اسانۍ سره وشي کړای ، چې دا ستاسو ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.
د ماشومتوب په دوران کې له کمپیو ټر نه ګټه اخستنه ددې باعث ګرځي ، چې ماشوم یوه نوې اختراع وکړي ، تاسو په دې وخت ډېره خواري کوئ ، چې خپل ماشوم دې ته قانع کړئ ترڅو ، خپل ورځني کارونه د یوې کیسې ، شعر ، کورنۍ دندې او یوې مهمې طرحې په شکل تاسو ته وړاندې کړي .
په زړه پورې او ښکلي معلومات و ، مننه .