دوشنبه, مې 6, 2024
Homeروغتیاواکسين د شريعت له نظره

واکسين د شريعت له نظره

ليکنه: حبيب الرحمن «وبيص»

واکسين زموږ يو پخوانى درمل پاتې شوى؛ له ډېره وخته راهيسي يې لګول اواستعمال عام دى؛ واکسين مختلف ډولونه لري ځيني يې موږ په ماشومتوب کي لګوو؛ د ماشوم د زېږدنې سره سم؛ځيني يې بیا هغه وخت  لګوو کله چې د يوې مرګوني ناروغۍ څه اثر راښکاره شي.

واکسين ولي لګوو؟

له اصله څښتن تعالی په هرانسان کي د هرميکروب (وايرس، بکتریا، فنجايي) د وژلو لپاره يو داسي قدرتي نظام جوړ کړى چې ترډېره د هر رنګه ميکروب سره جګړه کوي او د انسان د اعضاٶ ساتنه کوي دا رنګه نظام ته قدرتي (طبیعي) دفاعي نظام (Human immune system) وايي او داسي نظام دوه ډوله دى:

1 – قدرتي دفاعي نظام (Natrual Immune System)

2 – مصنوعي یا عرضي دفاعي نظام (Artificial Immune System)  خو کله چې ميکروب په زیاته پيمانه زموږ بدن ته له يوې لارې داخل شي هلته بیا زموږ دفاعي نظام د ميکروب د زياتوالي له امله د ميکروب مخنيوى نشي کولای نتېجتًا د انسان (Natural Immune System ) قدرتي دفاعي نظام مغلوب کيږي مګر ميکروب غالبه کيږي اوانسان په  يوناروغۍ اخته کيږي.

په داسي حالاتو کي بیا موږ د هرې ناروغۍ د مخنيوي لپاره عرضي دفاعي نظام ته مخه کوو چې په طبي ليبارټريو کي له ازمویل شویو (ټېسټيفايډ) نيمه ژوندي حشراتو څخه ترلاسه کيږي.

داسي واکسينونه د عرضي دفاعي نظام د فعال کولو لپاره لګوو ترڅو هغه ميکروب له منځه يوسو او پرځاي يې دفاعي نظام پياوړى کړو.

هرکله چې يوماشوم پيدا کيږي نو له اول څخه د هغه ژوند له (۷) مرګوني ناروغيو سره مخ کيږي؛ لکه T.B ,  Polio,Hepatitis , crump,Mumps او داسي نورې ناروغۍ لکه څنګه چې داسي وخت کي د ماشوم  دبدن هرڅه نوي او نازک وي دغه رنګه يې د قدرتي دفاعي نظام پېاوړتیا هم خورا کمزورې وي خوکله چې موږ د داسي ناروغيو لپاره ځان ته ځان ته واکسين ورلګوو هلته نو بېا  د ماشوم دفاعي نظام خوراپېاوړی کيږي  او د هيڅ ناروغۍ ميکروب خپل اثرنشي راښکاره کولاي.

واکسين د شريعت له نظره.

ځيني کسان په دې اند دي چې ګواکي واکسينونه له حرامو شيانوڅخه جوړيږي خو داسي نه ده دا خبره يوازي  يوه افواه ده او په اسلامي شريعت کي افواه هيڅ ثبوت نه دى ترڅوچې يو مسلمان ماهر ډاکټر يا يو اسلامي بنسټ (ادارې) له پوره څېړنې وروسته دا مالومه کړي نه وي چې واکسين له حرامو شيانو څخه جوړيږي کنه، ترهغو پوري د حرام حکم باندې کول؛ سم نه دى.

اول خو واکسين له حرامو شيانو څخه جوړيږي نه، واکسين له نيمه ژوندي حشراتو څخه جوړيږي په يوه ځانګړې طريقه سره بېا هم که چېرته يې جوړښت له حرامي لارې وي نو واکسين خو د داسي ناروغيو لپاره نه لګول کيږي چې درملنه يې په آسانه وي، واکسين د لاعلاجه ناروغيو د مخنيوي لپاره لګول کيږي او دا د نړۍ د علماٶ متفقه رايه ده چې کله د يوانسان ناروغي مرګونې وي هلته بېا  د انسان د ژوند د ژغورلو په خاطر حرام شيان هم د درمل په توګه  کارېدلاي شي.

ځيني لا دا هم وايي چې مخکي تر ناروغۍ درملنه روانه ده مګر دا خبره هم ناسمه ده ځکه چې زموږ د شريعت فتاواو ترناروغۍ له مخه درملنې ته جوازورکړى دى (امدادالفتاوى ټوک :۴ پاڼه :۲۶۸)

دا چې واکسين ولي يوازي پاکستان ، افغانستان او دغه رنګه نورو وروسته پاتي اسلامي هيوادو کي ورکول کيږي، ولي يې په کفري نړۍ کي استعمال نسته؟  دا منطق هم سم نه دى او نه په دا ډول د یو څه  ځواب ويل کيږي.

په اصل کي زموږ کمزوري دا ده چې خپله خو مو نه ځان ته څه کړي او نه بل ته.  خو که  يو څوک راته څه مهيأ کوي هلته نو بېا موږ ته د بې مانا افواهاتو خپرولو پرته بل څه نه وي راپاتي؛ څوک وايي دا حرام دي، څوک وايي څه دي، څوک وايي څه يا خوهم زموږهغه کسان د حرام حکم ورباندي لګوي چې نه يې په ژوند کي  خپل ځان ته څه کړي وي نه يې بل ته. نورهيوادونه د ټيکنالوجۍ په ډګر کي پرمختګونه کوي؛ نوي نوي ابتکارونه اعلانوي؛ خو زموږ بېا پرمختګ او کوښښ دا وي چې روا کار حرام کړو خو دا نه اسلام دى نه د مسلمان کار.

واکسين له اوله په 1991م کي  په ټوله نړۍ کي یې لګول عام و  چې وروسته یې بېا په ځينو هيوادونو کي د ناروغيو د ختمېدلو له امله استعمال بند شو يوازي يې افغانستان ، پاکستان کي استعمال لاهم په جريان کي دى واکسين لګول جوړول د يوې ادارې يا يوهيواد د توان کارنه دى بلکه دا په بين المللي کچه د ټولو هيوادونو د کلنۍ بودیجې په مرسته لګول کيږي خو دا چې نن سبا يې استعمال په نسبت نورو هيوادونوته افغانستان او پاکستان کي زيات دى او نوروهيوادو کي يې استعمال بند دى؛ هغه بل لامل نه لري يوازي غټ لامل يې هم دا دى چې زموږ او نورو هيوادونو توپير په دې کي دى چې زموږ هيواد د مرګوني ناروغيو يوه ځاله ده د هرې ناروغۍ اول پيل له موږ څخه وي.

خو نوره نړۍ بېا د دارنګه ويروس پيدا کېدلو او پرېښېدلو ته خپلو هيوادونو کي هيڅ چانس نه ورکوي چې واکسين لګولو ته اړپاتې شي. دغه رنګه زموږ او د نورو بل توپيرپه دې کي دى چې موږ هيڅکله بل هيوادته ترهغه پوري د ورتګ اجازه نه لرو ترڅو چې مو د هررنګه ناروغۍ د مالومولو معاینات کړي نه وي، او دا مو ثابته کړي نه وي چې موږ له هررنګه ناروغۍ نه په امن کي يو ترهغه وخته بل هيواد موږ ته د ورتګ اجازه نه راکوي خو زموږ هيواد کي بېا دا رنګه برعکس دي د نړۍ اول وايروس/ ميکروب به اول په موږ کي پيداکيږي ، اول به موږ ځپي بیا به له موږ څخه نوروته انتقال کوي ځکه خو واکسين لګولو ته هم يوازي زموږ ضرورت دى نړيوال هم زموږ غم نه دي را اخيستي چې زموږ ژوند وژغوري بلکه هغوي د خپل ځان د ژغورلو په خاطر په نړۍ کي واکسين عام کړى ترڅو زموږ له لوري دوی ته مرګوني ناروغۍ  ورانتقال نه شي .

لکه څنګه چې مومخکي ووېل چې هرهغه وخت حرام شيان موږ د ناروغۍ د درملنې لپاره استعمالولاي شو چې کله هغه ناروغي يا سخته شي ياخوبې علاجه خوداخبره به له يواسلامي حاذق رنځپوه څخه مستنده وي يابه هم يواسلامي اداره له پلټنې وروسته دامالوموي چې دناروغ ژوند له خطر سره مخ دى په دارنګه حالاتو کي بې له کوم تاخيره هررنګه حرام څه ددرملنې لپاره کارولاي شي

ددې اړوند ځيني شرعي فتواوي.

1_کله چې ناروغي سخته شي هلته بېا په حراموشيانو سره هم علاج روادى  (امددالفتاوى ټوک ۴ پاڼه ۲۴۸)

2_امام مالک صاحب دناروغۍ په وخت کي په مطلق  حرام شي سره درملني ته جواز ورکړى

3_د ناروغۍ د درملنې لپاره په وينه؛بولو؛مړزګه درملنه کېدلاي شي خوچې مسلمان؛ حاذق رنځپوه ورته اجازه وکړي (الفتاوى العالمګيريه: کتاب الکراهية؛ الباب الثامن العشر في المعالجات: ۵/۵۵ طبعه رشيديه)

4_حضرت اما يوسف رحمه الله  هم په دغه اند دى  چې د ضرورت مطابق په حرام شي سره درملنه روا ده (درس ترمذي: ټوک ۱ پاڼه ۱۹۲)

له پورتنيو فتواو سره سره ؛ ازهر شريف؛ دارالعلوم ديوبند؛ دارالعلوم کراچي؛ دافغانستان دعلماٶ شورا؛ جامعه بنوري ټاون کراچي  دغه رنګه نور ټولو دپوليو واکسين پر جواز فتواوي ورکړې مشکل دانه دى چې په دې اړه به څه فتوا وي که نه  مګرمشکل دادى چې موږ يې په اړه  ناخبره يو اوزموږ نه خبرنېا ؛ نه علم په دې مانانه دى چې وجود يې هم نسته.

5 COMMENTS

  1. ښاغلی وبيص صاحب
    السلام علیکم
    وروره ډیره مننه چه د واکسین په هکله مو اسلامی او طیبی معلومات په تفصیل سره په لیکنه کی ذکر کړیدی.
    او هم مو دلیکنی په اخر کی ځینی اړوند شرعي فتواوي ذکر کړیدی.

    وروره زه هم غواړم په دغه هکله یو څه ولیکم

    یا رابیس واکسین چه د لیونی سپی د آینی (جیګر)، پلفوس او نورو برخو څخه جوړیږی Rabies Vaccines
    کله چه انسانان د لیونی سپی لخوا وداړل شی، نو هوښیار خلک ځان کلینک ته رسوی چه د لیونی سپی واکسین ووهی چه الله تعالا یی دمرګ څخه بج ګړی.

    په پخوا وختونو کی چه کله دغه واکسین نه وه ، ځمونږ خلکو تجربه لرله، هغه سپی چه به خلک خوړلی یا داړلی وه، نو هماغه لیونی سپی به یی مړ کړو ، او داړل شوو خلکو ته به یی د سپی آینه او پلفوس د خوراک په خاطر ورکولو، چه الله تعالا به خلکو ته شفا ورکوله او دمرګ څخه به بچ کیدل.

    اوسنی واکسین خو په ډیر فنی او طبی ډول بازار ته راوتلی او په ډیر سهولت انسانانو ته ورکول کیږی.

    دا باید هم ووایم چه په اوسنی وخت کی ځینی غولیدونکی او ناخبره ساده ورونه چه کله لیونی سپی وخوری، نو دغه د رابیس په نوم د لیونی سپی واکسین نه کوی، او خپل داړل شوی مریض د هوفیانو شریف په نوم زیارت ته وړی، مګر ددیی پرځای چه د الله ج څخه مدت وغواړی، او یا ورته واکسین وکړی . دوی په هوفیانو شریف عقیده لری، مګر دهوفیانو شریف نتیجه دا وی چه وروسته د ۴۰ څلویښت ورځو یی مریض مړ شی.

    د افغانستان د روغتیا وزارت ته پکار دی چه د واکسین په هکله د تلویزون او راډیو له لیاری خلک د واکسینو په اهمیت وپوهوی، د ټولو نه لمړی باید ملایان صاحبان په دغه هکله خلکو ته اسلامی پوهه ورکړی

    او بله دا چه دا خبره ناسمه ده چه په بهرنی هیوادونو کی څوک واکسین نه وهی، په پاکستان او افغانستان کی د پولیو واکسینو ته نن سبا ضرورت ډیر دی، یوه وجه یی داده چه دجنګ حالات دی او په سر حد کی قرانطینونه وجود نلری.

    په درناوی

  2. اسلام علیکم ورحمتہ اللہ

    پہ جرمنی ھلینډ ډنمار ک ناروی بلجیم فرانسہ او سویډن کی ھر ماشوم تہ پہ دوام دارہ توگہ واکسینونہ لکول کیږ‎
    چی ھر مور او پلار مکلف دی ماشومان
    ډاکتر تہ بوځی

  3. په ټوله اروپا کې ماشومانو ته د پیدایښت له ورځې تر اتلس کلنۍ پورې په مختلفو مودو کې د منظم مهال وېش له مخې واکسینونه ورکول کیږي. ځینې واکسینونه د کورنۍ ډاکتر له خوا ، ځینې د ښوونځیو د مرستیالو ادارو په همکارۍ او ځینې نوریې د مور او ماشوم د سازمان له خوا پرماشومانو تطبیق کیږي. په هرحال سره د ښوونځیو ادارې او کورنۍ ډاکتران د هغوي له تطبیق نه مراقبت کوي ، د هغوي تطبیق په کمپیوتر کې ثبتیږي.
    که احیانا چا کوم واکسین نه وي کړي ، هغه ته د کار کولو اجازه نه ورکول کيږي.
    په هغو واکسینونو کې چې هر ماشوم یې په تطبیق مکلف دی د شري یا سرخکان ، شنې ټوخلې ، سل یا توبرکلوز ، پولیو یا ګوزڼ ، هپاتیت آ او هیپاتیت بې یا د ځیګر او ژيړي واکسینونه پکې شامل دي. بالغ کسان که نورو سیمو او هېوادونو ته سفر کوي ، هغوي ته د هغه محل د مهلکو امراضو لکه محرقه یا وچه کۍ ، ملاریا او … په مقابل کې واکسینونه ورکول کيږي.
    هيله ده زمونږ میندې او پلرونه خپل نازولي ماشومان د ټولو ساري او خطرناکو ناروغیو په مقابل کې واکسین کړي، د واکسین ورکولو له امله به زمونږ ماشومان له پورته ذکرشویو ناروغیو په مقابل کې مخکې له مخکې بیمه شوي وي.
    سپین ږيرو او د پاخه عمر کسانو ته د هرکال د اکتوبر او نوامبر میاشتو کې د ګريپ په مقابل کې واکسین ورکوئ.

    بنا په افغانستان کې هم زمونږ افغانان باید په خپل وخت سره ماشومانو ته واکسین ورکړي . هر هغه څه چې د انسان وجود ته ګټه رسوي او شریعت له مخکې په صریحو الفاضو د حراموالي حکم نه وي کړي ، روا دي.

  4. چا ویلی دی چه په پرمخ تللو هیوادو کی د واکسین تزریق بندیز لری؟ دلته په اروپا کی بندیز نه بلکه یو ملی مکلفیت دی بله داچه ټول اروپائیان چه غواړی آسیائی هیوادو حتی چین ته سفر وکړی باید ځانګړی واکسین ولګوی او بله دا چه د حج او عُمری د سفر لپاره د ټولو مسافرو لپاره د پاسپورټ تر څنګ د واکسبن لګونی پاڼه ضروری ده.

  5. سلامونه ،
    د ټولو تبصره کوونکو د لیکنو په تآیید ،د ورور (وبیص) توجه لاندې ټکو ته جلبوم:
    ۱-هر کله چې ناروغۍ د پریمانه میکروبونو وجود ته د داخلیدو له کبله پیدا شوي وي ؛ بیا تاسو څنګه د (بَولو) په واسطه چې هغه پخپله د لکهاوو مایکروبونو حامل دی ، د هغې د رغیدو فکر کوۍ؟
    ۲- د واکسیناسیون عامیدل له ۱۹۹۰م څخه نه ، بلکې ډیر پخوا نه عام وو او لا پسې د نویو واکسینونو د موندلو هڅې کیږي ، نه دا چې یوازی افغانستان،پښتونخوابلوچستان او پنجابستان کې عام دي. دلته ستونزه د پولیو یا ګُزڼ د واکسین د تطبیقولو لار کې امنیتی او جهالتی ستونزې دي چې د نړۍ بل هيڅ هیواد کې به داسې پیدا نه کړئ.
    تاسو د ماشومتوب دورې واکسینونو کې د کرمپ؟-( Crump)ګړه یاده کړیده؟ ما خو د ماشومانو د طبابت (پیدیاټري) اختصاص دوره کې داسې واکسین نه دی اوریدلی او نه تر اوسه لوستی؟؟
    د ماشومتوب دورې ۶ یا ۷ واکسینونه : ۱.شری
    ( Measles )
    ،؛۲.3. ۴.دیفټري+توره ټوخوله+تیتانوس( ډي،پي، (Difteri,Pertusis,Tetanus
    ، Tb.)L؛ 5.نری رنځ=سِ

    ؛۶. پولیو=ګزڼ ( polio )
    و چې اوس نړۍ او افغانستان کې محوسوی دی. ( smallpox )او پخوا چیچک
    د واکسیناسیون بحث ډیر لوی دی او نړیوال روغتیايي سازمان ورته خاص متخصصین او واکسیناتوران روزلي دي .
    د لوستونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره ،اوس په نړۍ کې د ملاریا،ایډس،کانسر،ایبولا،سایتو میګالو وایرس ( )،او آر.اس.وي(CMV;HIV; RSV ;HPV)
    ) ا.د.ن. د واکسین موندلو لپاره امتهاني هلې ځلې روانې دي.
    په ډیر درنښت دکتور حمیدالله زړه ور صاپی/بلجیم.
    Plz. See https://en.wikipedia.org/wiki/Vaccine

    سلامونه ،
    د ټولو تبصره کوونکو د لیکنو په تآیید ،د ورور (وبیص) توجه لاندې ټکو ته جلبوم:
    ۱-هر کله چې ناروغۍ د پریمانه میکروبونو وجود ته د داخلیدو له کبله پیدا شوي وي ؛ بیا تاسو څنګه د (بَولو) په واسطه چې هغه پخپله د لکهاوو مایکروبونو حامل دی ، د هغې د رغیدو فکر کوۍ؟
    ۲- د واکسیناسیون عامیدل له ۱۹۹۰م څخه نه ، بلکېډیر پخوا نه عام وو او لا پسې د نویو واکسینونو د موندلو هڅې کیږي ، نه دا چې یوازی افغانستان،پښتونخوا+بلوچستان او پنجابستان کې عام دي. دلته ستونزه د پولیو یا ګُزڼ د واکسین د تطبیقولو لار کې امنیتی او جهالتی!!(؟) ستونزې دي چې د نړۍ بل هيڅ هیواد کې به داسې پیدا نه کړئ.
    ۳- تاسو د ماشومتوب دورې واکسینونو کې د کرمپ؟-( )ګړه یاده کړیده؟ ما خو د ماشومانو د طبابت (پیدیاټري) اختصاص دوره کې داسې واکسین نه دی اوریدلی او نه تر اوسه لوستی؟؟
    د ماشومتوب دورې ۶ یا ۷ واکسینونه : ۱.شری( )،؛۲.۳. ۴.دیفټري+توره ټوخوله+تیتانوس( ډي،پي،ټ، )؛ ۵.نری رنځ=سِل
    ( )؛۶. پولیو=ګزڼ ( ) ؛ ؛او پخوا چیچک یا ( ) و چې اوس نړۍ او افغانستان کې محوسوی دی.
    د واکسیناسیون بحث ډیر لوی دی او نړیوال روغتیايي سازمان ورته خاص متخصصین او واکسیناتوران روزلي دي .
    د لوستونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره ،اوس په نړۍ کې د ملاریا،ایډس،کانسر،ایبولا،سایتو میګالو وایرس ( )،او آر.اس.وي(
    ) ا.د.ن. د واکسین موندلو لپاره امتهاني هلې ځلې روانې دي.
    په ډیر درنښت دکتور حمیدالله زړه ور صاپی/بلجیم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب