شنبه, مې 4, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونوتلي افغان لیکوال او شاعر سعدالدین شپون له دې نړۍ سترګې پټې...

وتلي افغان لیکوال او شاعر سعدالدین شپون له دې نړۍ سترګې پټې کړې

بي بي سي-

وتلی افغان لیکوال، شاعر او د کابل پوهنتون پخوانی استاد سعدالدین شپون دامریکا په ویرجینیا ایالت کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله نن یکشنبه د سپتمبر ۱۰ مه د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.

استاد شپون له څه مودې راهیسې ناروغ و او درملنه یې کېده. استاد شپون ۱۳۳۵ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې لوړې زده کړې وکړې.

واشنګټن کې د افغانستان سفارت بي بي سي ته ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني هېواد ته د استاد شپون د مړي لېږدولو لګښت پر غاړه اخیستو ویلي دي.

لیکوال او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی مرستیال وزیر نجیب منلی وايي سعدالدین شپون که له یوه لوري د بدلون د بهیر لاروی و، له بل لوري یې ملي واقعیتونه هم له پامه نه غورځول.. هغه د خلکو خبرې د خلکو په ژبه کولې… شپون ولاړ. جنت دې یې ځای وي، خو د پښتو ادب په اسمان کې یې پوره ورشو تشه توره پرېښوده. ګوره چې کوم ستوري به راځي او دا ځای به ډکوي. “

د ملي امنیت برخه کې د افغان ولسمشر سلاکار محمد حنیف اتمر په یوه پیغام کې ویلي، د استاد شپون مړینه د افغانستان د علم، ادب او فرهنګ له پاره ستره ضایعه ده. نوموړي په خپل پیغام کې ویلي:

استاد سعدالدین شپون پوره شپږ لسیزې د افغانستان د ادبیاتو، ژورنالیزم او پوهنتوني ژوند له پاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. د ژوند تر وروستیو ورځو یې د هېواد پر حالاتو نظر درلود، د جدیت او طنز په ترکيب شوي نثر یې له وطنوالو سره خپلې اندېښنې شریکولې. زه د استاد کورنۍ، د استاد شاګردانو، ملګرو او دوستانو او د افغانستان ټولې فرهنګي تولنې ته د دې غمجنې پېښې له امله د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کوم. ”

استاد شپون نژدې ۲۰ کاله په امریکا غږ راډیو کې د خبریال په توګه دنده ترسره کړه او د شین ټاغی، د بنګي غاړه، ترخه پر پرخه، ګټیالی، د مچۍ ځاله په ګډون یې څینې داستاني اثار چاپ شوي دي.

د استاد شپون ژوند

نورمحمد سعید، بي بي سي لندن

استاد سعدالدین شپون، د کندوز ولایت خان اباد ولسوالۍ کې د قاضي برهان الدین کره د ۱۹۳۳ کال فبرورۍ کې زېږېدلی و. استاد په کندوز، کابل او امریکا متحدو ایالتونو کې زده کړې کړې وې. ۱۳۳۵ کال کې یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې لوړې زده کړې وکړې.

استاد شپون په کابل پوهنتون او د ډنمارک کوپنهاګن پوهنتون کې د استاد په توګه دنده تر سره کړې. د کاري ژوند پیل یې کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر کې د یوه مامور په توګه کړی و او وروسته یې بیا د افغانستان علومو اکاډیمۍ کې هم یو مهال دنده درلوده.

استاد شپون هغه مهال د پښتو انګلیسي قاموس په ترتیب او تدوین کې فعاله ونډه اخیستې وه. د ادبي او ټولنیزې لیکوالۍ تر څنګ یې شعر هم لیکه، چې د پرخه پر ترخه ‘ نومې ټولګه کې چاپ شوي دي، خو د کاري ژوند ډېره برخه یې د ژورنالیزم ډګر کې تېره کړه او ښايي یو لامل یې دا وي، چې استاد شپون ته له پلار او مشر وروره خبریالي یو ډول میراث پاتې وه.

پلار مرحوم یې د اتحاد خان اباد ‘ ورځپاڼې مدیریت کړی و او مشر ورور یې منهاج الدین ګهیځ کابل کې د دیموکراسۍ لسیزې پر مهال د ګهیځ ‘ په نامه د اوونیزې مدیریت کاوه. استاد د ناول لیکلو پیل له ‘شین ټاغي ‘وکړ بیا یې ګټيالي ولیکه، د لنډو کیسو ټولګه بنګي غاړه یې چاپ شوه، د سمڅې یاران یې ولیکل او بیا دغه سلسله خپله د استاد په خبره پر ښایستو ‘ پای ته ورسېده، چې درې کاله یې پرې کار کړی و.

د استاد شپون ناول د سمڅې یاران ‘ د ښاغلي راشد خټک لخوا اردو ژبې ته د یاران غار ‘ په نامه ژباړل شوی دی.

د استاد نژدې ټول ناولونه د ده په خپله وینا تر ډېره حده په شخصي تجربو ولاړ و، ځکه به په کې د ناول د لیکلو د زمانې سیاسي او ټولنیزو حالاتو برالا انځور لیدل کېده، البته د استاد روان او خوږ نثر، پر ژبه حاکمیت، چې د تجربې د بیان لپاره بنسټیز اصل دی، د خپلې خبرې کولو جراات، ځانګړي سبک او له ډېر پخوا نه له نړیوال ادب سره اشنايي یې ټولو اثارو ته یو خاص مقام ورکړی و.

د ۲۰۱۰ کال اپریل کې د بي بي سي له ایمل پسرلي سره یوه مرکه کې استاد په خپل ځانګړي انداز ویلي و، چې نور ناولونه نه لیکي:

له بهرامه ښادي حرامه ، بس دى نور يې نه کوم ، زما همدا تجربې وې ، همدا وې ختمې شوې ، که مې بيا هم زړۀ وشو هغه به بيا بيله خبره وي . ما ټولو ته ويلي چې بل ناول ‘ نه ليکم. ”

استاد شپون بل ناول و نه لیکه، خو د مچۍ ځاله ‘ په نوم یې د مقالو ټولګه چې نژدې ټولې یې هماغه د استاد د خپلو تجربو نچوړې وې، ‘ له ښایستو نژدې درې کاله وروسته په ۲۰۱۳ کال کې له چاپه راووته. د هغه د داستاني اثارو په څېر د افغانستان ادبي کړیو کې د دغه کتاب هم دروند هرکلی وشو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب