چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeفلسفهد فلسفې بنسټیز مسایل | ژباړه: عطاءالله خان حیران

د فلسفې بنسټیز مسایل | ژباړه: عطاءالله خان حیران

د لومړي څپرکي ۱ برخه

د فکر او دفلسفې پراساس د الله ج د ذات او د صفاتو په اړه په ابتدا کې ځينې بنیادي پوښتنې را ولاړې شوې وې چې د اصحابو په شمول د ډېرو انسانو ذهن ته راتلې.

لومړی پوښتنه: د الله ج د ذات او صفات او له مخلوق سره د هغه اړیکه په څه ډول ده؟ یعنې الله ج چې ټول کاینات او مخلوقات پيدا کړل همداسې خپلسري یې پرېښودل او که نا، له خپلو کایناتو سره اړیکه لري که چېرته الله ج له خپل مخلوقاتو سره اړیکه لري نو هغه په څه ډول ده؟

دویمه پوښتنه: ایا انسان ته د الله ج معرفت حاصل دی؟، یعنې انساني عقل دا توانايي نه لري چې دالله ج معرفت حاصل کړي؟ که همدا پوښتنه په لنډه توګه را واخلو ایا الله ج د انسان د عقل نه ډېر لوړ دی د انسان عقل ورته نه رسیږي؟

درېيمه پوښتنه: ایا د انسانانو په څېر الله ج هم مشخص ذات دی خصوصیات او صفات یې معلوم دي او که الله ج دد غو ټولو قوتونو او قوانينو نوم دی  چې په کایناتو کې په دوامداره توګه جاري دی او جاري به وي لکه څنګه چې په یوه ټولنه کې پلار وي یا لکه په جسم کې چې روح دی یعنې الله ج یوه توانايي ده چې کاینات یې متحرک ساتلي دي؟

نورې پوښتنې هم شته خو دا یې هغه بنیادي پوښتنې وې.

په همدې تړاو د فلسفیانو نظرونه ته راګرځو چې هغوی د مذهب او تهذیب د ارتقا په حواله کړي دي.

دوی وايي چې انسان په لومړیو کې له یوه واحد خدای ج سره  نه، بلکې له ډېرو خدایانو او دیوتاګانو سره اشنا شوی دی، کله چې علم پرمختګ وکړ کله چې عقل او شعور پيا وړي شول بیا د وخت په تېرېدو سره جعلي خدایان یا غیرضروري خدایان د خلکو له پامه وغورځېدل ورک شول اوخلکو يوه الله ج ومانه، بله خبره دوی کوي چې د دین پيل له شرک نه وشو بیا دوخت په تېرېدو سره  انسان د توحید له خووږ سره اشناشو.

د دې بحث په حواله د فلسفیانو نظرونه

د یونان د لومړنیو فلسفیانو نظرونه

د یونان لومړنیو فلسفیانو چې د خدای دذات او صفات په اړه غور اوفکر شروع کړ هغوی
په  ښکاره یا په غوڅه توګه  د خلکو عقیده له د یوتاګانو څخه وانه  ړوله خو د کایناتو د منځته د راتګ په اړه به یې ډول ډول توجیه په مختلفو شکلونو کوله.

تالیس ملتي: (۶۲۴ ق. م. ـــ ـــ ـــ ـــ ۵۵۴ق. م) په دې حواله ويلي. نړۍ چانه ده پیدا کړې لکه څنګه چې دا نور شیان پيدا شوي او پيدا کیږي دغه شان نړۍ هم په خپله منځته راغلې ده.

انیکسي مانډر(۶۱۰ق. م ـــ ـــ ـــ ۵۴۶ق. م ) ویلي: هرشی له لامحدود څخه پيدا شوي دي دا کوم دیوي یا کوم دیوتا نه دي پیدا کړي.

هیرا اقلیطس (۵۳۵ق. م ــ ـــ ـــ ۴۷۵ق. م. ) دی بیا د دیوي او د دیوتاګانو سخت مخالف وه او ددوی  یادونه په ډېره حقارت سره کوي او وايي: دا عام خلک چې د کومو بوتانو پرستش کوي د هغو په اړه دوی هېڅ معلومات نه لري چې دا بوت څه شی دی؟.

له مسیحي پېړۍ نه وړاندې په شپږمه پېړۍ کې شاعر او فلسفي زینوفن پردیوتاګانو سخت تنقید کوي او وايي: خدای یو دی چې نه فنا کېدونکی دی نوموړی وايي دا کومو خلکو چې په خپلو شکلونو باندې د یوتاګان رسم کړي دي زه په ډاډ سره وایم، که چېرته خرو، خنزیرو او نورو ځناورو ته هم که قلم په لاس ورتلی هغوی به هم خپل مخونه همداسې جوړ کړي وه او هغوی به هم ځانته د یوتاګان ویل. پرهمدې اساس د حبشه دیوتاګانو رنګ تور او پوزه سپينه ده.

زینوفن به ویل خدای په هرلحاظ له انسانانو مختلف دی خدای یو وحدت دی چې انتها نه لري هغه پریوځای کې اوسیږي له هغه ځایه چرته نه ځي هغه ته ددې نړۍ نظام چلول سخته نه دي.

سقراط

د یونان ستر فلسفي سقراط(۴۷۰ق. م ـ ــ ـــ  ۳۹۹ق. م) د خدای ج د وحدانیت تصور وړاندې کړ او د بوتانو پرخلاف یې په مدلل شکل تنقید وکړ دسقراط د وحدانیت نظریه دومره په تېزۍ سره خوره شوه چې بت پرستي څه چې د اوهام پرستۍ جرړې یې هم ویستې. خو د یونان حکومت هغه ونه شو زغملی جیوري هغه په دې باندې تورن کړ چې سقراط بتانو پسې سپکې سپورې وايي او بت پرستان ګمرهان بولي او په دې توګه ځوانان بې لارې کوي په همدې جرم یې سقراط ته د زهرو پیاله وروڅښله او شهادت یې نصیب شو سقراط د اخلاقو مبلغ د وحدانیت د نظرې خاوند وه.

افلاطون:

افلاطون ۴۲۸ق. م ــــ ـــ ــــ ۳۴۸ق. م) په دې حواله  د افلاطون نظریه مشخصه نه ده دده په لیکنو کې تضاد موجود دی سړی پرېکړه نشي کولی  چې نوموړی په کومه نظریه وه د خپل استاد د سقراط په لار روان دی که نا هغه له بتانو  څخه یادونه هم کوي او د خدای په وحدانیت هم قایل دی البته کله چې افلاتون د توحید خبره کوي نو په دې حواله ډېر دلایل وړاندې کوي او کله  چې د بتانو خبره کوي بیا د روایت لمن نیسي په دې اړه غوڅ دریځ نه لري دا چې ولې نه لري کیداشي افلاتون دې ته تیار نه و چې د خپل استاد سقراط په برخلیک واوړي او یا کیدای شي چې افلاتون به غوښتل د وحدانیت نظریه په ډېره ارامه تدبیق کړي او  ورو ورو دغه نظریه د خلکو ذهن ته ور دننه کړي.

افلاطون وايي دا ټول کاینات خدای پيدا کړي دي او  انسان کې یې خپل روح پوکړی دی  د انسان جسم د روح زندان  دی نو پرهمدې پار موږ ته پکار ده چې له دې قید خانې څخه خلاص شو چې له ځمکې څخه د اسمان پرلور والوځو ځکه چې روحونه په اسمانونو کې اوسي.

ارسطو (۳۸۴ق. م. ــ ـــ ـــ ــ ۳۲۲ق. م.) په خدای ج باندې پوره یقین لري او د انسان عقل ته په ډېر  درنښت قایل دی او سترقوت یې بولي نوموړی وايي: ددې ټولو کایناتو خالق خدای ج دی او همغه پيدا کړي او هغه یې ساتنه کوي  الله ج انسان ته ډېر څه روکړي دي که چېرته انسان خپله وړتیا په سمه توګه وکاروي نو د کمال حد ته رسیدلی شي له دې خبرې داسې معلومیږي چې د انسان د لارښوونې لپاره چې نبوت ته اړتیا ده ارسطو د انسان په اندروني وړتیا و کې هغه منلې ده ارسطو په دې اند دی چې د هرشي محور خدای دی او د ماده له قید څخه د ازادۍ ترلاسه کول د هرشي انتها ده.

ابیکوري فلسفه:

ابیکوري ( ۳۴۱ق. م. ـــــــ ــــ ۲۷۰ق. م. ) دوی په یوه خدای باور نه درلود دوی په دې اند ول چې خدایان ډېر دي او د هغوی څېرې د انسانانو په څېردي البته ځينې په کې ډېر ښکلي هم شته، په دوی کې نر او ښځه هم شته، هغوی خوراک او څښاک هم کولی شي او ژبه یې یونانۍ ده په یوناني ژبه خبرې کوي، دغو دیوتاګانو نه دنیا جوړه کړې ده او نه ورکې مداخله کوي هغوی تل خوشحاله وي او دغم پریشانۍ په نامه څه نه پېژني.

رواقي فلسفه:

د رواقي فلسفیان د خدای واحدانیت په ټوله معنی مني دوی وايي دا هرڅه خدای پيدا کړي دي په دې نړۍ کې چې هرڅه کیږي خدای ورڅخه خبریږي هغه له  انسانانو سره ډېره مینه کوي په ښو کارونو ورته اجر ورکوي او په بدو ورته سزا ورکوي د خدای له دونیا سره داسې اړیکه ده لکه د روح چې له جسم سره اړیکه ده، لکه څنګه چې له توخمونونه ډول ډول ګلان را ټوکیږي همداسې له روحونو هم هر ډول زندګۍ را پيدا کیږي، دوی په دې اند دي چې دا ټول کاینات په خدای کې دي او د کایناتو په زره زره کې خدای موجود دی  د خدای ج په هکله د رواقي فلسفې نظریات د وحدت الوجود د تصور پر بنسټ ولاړدي.

فیلو:

له دې نه وروسته چې کوم دور راغی په دې کې دا بدلون را وستلی شو چې مذهب په فلسفه  کې ورګډ شو او په دې توګه فلسفه د علم کلام بڼه غوره کړه ددغه پير د یادونې وړ فلسفي فیلو ۳۰ق. م ــ ـــ ـــ ۵۰ء ) دی نو موړي د توحیده همغه تصور په خپله فلسفه کې خلکو ته وړاندې کړ کوم چې په تورات کې راغلی وه، خو د غه تصورکټ مټ نه، بلکې نوموړي یوڅه له احتیاط او له نرمښت نه پکې کار اخستی وه بلکې ویل کیږي چې ډېر زیات نرمښت په کې وه.

د فیلو په اند: د خدای عظمت، قدرت، رحمت او همداسې د کمال په لحاظ له انسان څخه دومره لوړ او عظیم دی چې انساني عقل ورباندې نشي پوهیدلی، خدای موجود دی دا خبره په پوره یقین سره کوي نوموړی وايي لکه څنګه چې شمع پوره ماحول رڼا کوي دغه شان د دا ټوله نړۍ د خدای ج په نور باندې رڼا ده.

نور بیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب