پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeروغتیاهغه هیوادونه چې خلک یې تر نورو زیات عمر کوي

هغه هیوادونه چې خلک یې تر نورو زیات عمر کوي

تاند- د جاپان، هسپانیا، سنګاپور، سویس او جنوبي کوریا خلک د نړۍ د نورو هیوادونو تر خلکو په متوسط ډول زیات ژوند کوي.

د بي سي سي خبریاله لیندسي ګالووې وايي، د هغو هیوادونو چې د عمر متوسط پکې شاوخوا ۷۱ کاله دی، د عمر اوږدوالی ځان ته راز لري.

دا وايي چې د هغوهیوادونو، چې د ۲۰۱۷ کال د نړۍ د خوشالي په راپور ( World Happiness Report) کې یې عمرونه زیات ښودل شوي، له اوسېدونکو سره ږغېدلې څو معلومه کړي چې څه شی د دوی د عمر د اوږدوالي سبب شوی دی.

جاپان

په جاپان کې د عمر اوسط ۸۳ کاله دی. د دې لپاره چې د عمر د اوسط په اړه ذهنیت ولرو د افغانانو د عمر د اوسط یادونه کوو. په ۲۰۰۱ م کال د افغانانو د عمر اوسط ۲۸ کاله و. په وروستیو کلونو کې له ۱۰ تر ۱۵ کلونو پورې زیات شوی دی.

جاپان د عمر د اوسط له پلوه له ډېروکلونو راهیسې لومړی مقام لري.

د جاپان اوکیناوا ټاپو په دې مشهور دی چې اوسېدونکي یې اوږد عمر کوي. په رښتیا هم همداسې ده. څېړنو ثابته کړې چې د اوکیناوا د ټاپوګانو خلک د ځانګړي خوراکي رژیم له برکته زیات عمر کوي.

توفو، خواږه کچالو او په کمه اندازه کب د اوکیناوا د خلکو اصلي خوراک دی.

د بوډاګانو ترمنځ ټولنیزې اړیکې یا راشه درشه ډېره ده او له بلې خوا د دې سیممې اوسېدونکي لږ ستریس لري.

هسپانیا

د مدیترانې خورما، د زیتونو غوړي، تازه سابه او واین د هسپانیایانو د عمر له اوږدوالي سره مرسته کړې ده.

هسپانیا

د هسپانیا د خلکو د عمر اوسط ۸۲ اعشاریه ۸ کاله یعني نژدې ۸۳ کاله دی.

د هسپانیا خلک پلي زیات ګرځي او ډېر خلک بایسکل چلوي.

سینګاپور

د سینګاپور د اوسېدونکو د عمر اوسط اوس ویل کېږي چې تر ۸۳ کلونو هم زیات شوی دی.

په دغه هیواد کې په اولاد د میندو مړینې او د ماشومانو مړینې خورا لږ او نادرې دي. سینګاپور وقایوي طب ته زیاته پاملرنه کړې ده.

سینګاپور

ښاري کلتور او چاپېریال هم د سینګاپوریانو د عمر له زیاتوالي سره مرسته کړې ده. د دغه هیواد ښاریان د سپورت لپاره په منظم ډول جم یا عمومي پارکونو ته ځي.

په وروستیو کې په دغه هیواد کې لومړنی تیراپیوتیک پارک پرانیستل شو. د دغه پارک هدف دا دی چې د خلکو ستریس لږ شي اود ځوانانو ذهني ارامښت ډېر شي.

په سینګاپور کې تر نورو هیوادونو پر سیګرېټو او الکولو مالیه ډېره لوړه ده.

سویس

سویس

په سویس کې د خلکو د عمر اوسط ۸۱ کاله دی. سویس چې د اروپا یو تر ټولو شتمن هیواد دی، اوچت روغتیايي امکانات او د صحي چارو تکړه کارکوونکي لري.

د طبیعت ښکلا، لوړو غرونو او د ژوند ښو وسایلو هم د دغه هیواد د خلکو د عمر له اوږدوالي سره مرسته کړې ده.

جنوبي کوریا

د تازه څېړنو پر اساس جنوبي کوریا د عمر په اوږدوالي کې ریکارډ جوړ کړی دی. څېړنې ښيي چې په دغه هیواد کې اوس عمر ته امېد ۹۰ کالو ته رسېدلی دی چې راز یې د دغه هیواد په غښتلي او غوړېدونکي افتصاد کې دی.

د جنوبي کوریا خلک له روغتیايي اسانتیاوو په اسانه او په پراخه پیمانه برخمن دي.

د وینې فشار پکې لږ دی.

خوراکي رژیم یې ډېر صحي دی. خواړه یې لږ کلسترول لرونکي دي چې له کبله یې په دغه هیواد کې سرطاني ناروغۍ لږي دي.

د جنوبي کوریا د خلکو په خوراکي ژیم کې فایبر زیات دي.

کلتور او مذهب یې هم، چې له یو بل سره خلک همکارۍ ته تشویقوي د کوریایانو د عمر له اوږدوالي سره مرستندوی بلل کېږي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    دا پورتني شیان چې په جاپان،کوریا،سنګاپور، سویس او هسپانیا… کې د انسانانو د منځني عُمُر د اوژدوالي اسباب دي ،ټول په ګران افغانستان کښې شتون لري ، صِرف د افغانستان غوندې جنګونه،وروروژنې، جهل، فقر او بد نیتۍ هالته نشته.
    وګورئ کبان، پټاټې یا کچالو،خرما، زیتون غوړي،سابه، … + بهترینې میوې او اوبه په دې جنت نشان هیواد کې شتون لري.
    په سپورټونو کې هم هاغه دی په کریکټ کې ېې په ډیر کم وخت کې لوړ مقامونه وګټل؛ پلې ګرزیدل خو له پخوا کلیو کې رواج وو.
    کلتور،دین، د سپین ژیرو راشه درشه ،طبیعي ښکلاوې هم خدای پر افغانانو پریمانه لورولي دي،
    لاکن ، د بې فایدې غذايي موادو او دواګانو واردول، وقایوي طبابت نه تطبیقول،د چاپیریال صفایۍ ته توجه نه کول، د صحي خدماتو په ټیټه سطحه او غیر متوازن شکل ولس ته وړاندې کول، په پای کې د بیسوادۍ له کبله د ژوند د سټایل او سطحې کې تغيير نه راوستل ،او د سټرس زیاتوالی ا.د.ن. … د ژوند د اوږدوالي د لڼډیدو باعث ګرځي ، زما په فکر.
    ستاسو د صحت او اوژدو عمرونو په هیله!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب