Homeداسې هم شتهساینسد تایوان په یوه ودانۍ کې ۲۳ زره ونې

د تایوان په یوه ودانۍ کې ۲۳ زره ونې

‌تاند- د تایوان د پلازمېنې په دې اسمانڅوکې وداني کې، چې لا کار پرې روان دی، د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره ۲۳ زره ونۍ اېښودل شوي دي.

په پلازمېنه ټایپې کې پر دې ۲۱ پوړیزه څرخېدونکې ودانۍ لا هم کار روان دی او ټاکل شوې ده چې د سږ کال تر سپټمبر پورې بشبړه شي.

د دې اسمانڅوکې ودانۍ د جوړېدو اصلي هدف د تایپې په مترو پولیټن یا ستر ښار کې د هوا د ککړتیا مخنیوی ښودل شوی دی.

په ودانۍ کې راز راز امکانات، چې د ګلتوني ګازونو له کمېدو سره مرسته کوي، په پام کې نیول شوي دي.

د ودانۍ په پراخ بام کې به لمریزه انرژي تولیدېږي. د باران اوبه به هم زېرمه کېږي او د ودانۍ د اوسېدونکوله لوري به کارول کېږي.

د دې اسمانڅوکې ودانۍ ونې به د کال یولکو ۳۰ زره ټنه کاربون، چې ۲۷ موټرونه یې تولیدوي، ټولوي.

په دې لوړه ودانۍ کې ۲۳ زره ونې شته. همداراز د ودانۍ د رڼا یا روښنايي او د هوا د تخلیې سیستم طبیعي جوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...