شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بین الافغاني خبرو او طالب بندیانو په اړه د ملابرادر او...

د بین الافغاني خبرو او طالب بندیانو په اړه د ملابرادر او مایک پامپیو ویدیوکنفرانس

تاند (دوشنبه، د اسد۱۰) د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی وايي، د دې ډلې مرستیال او د قطر د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر اخوند او د قطر د دفتر نورو غړیو د امریکا له باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره د ویدیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې.

سهیل شاهین ویلي چې ملا برادر او ورسره ملګري پلاوي د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره د بین الافغاني خبرو د پیلېدو او روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د شاهین په وینا، دواړو خواوو د خبرو د پیل لپاره د طالبانو د پاتې بندیانو خلاصون مهم وباله.

د طالبانو ویندوی دا هم ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د طالبانو له لوري په اختر کې د اوربند د دوام هرکلی وکړ.

شاهین په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوربند د دوام غوښتنه وکړه او که یې نه ده کړې.

د افغانستان حکومت ویلي چې شاوخوا ۴۰۰ طالب بندیان په دې خاطر نه خوشي کوي چې په لویو جرمونو کې ککړ دي او محکمو محکوم کړي دي.

ولسمشر غني د دغو بندیانو د خلاصون په اړه پرېکړه مشورتي لویې جرګې ته پرې ایښې چې ټاکل شوې ده د روان اسد په اوولسمه (یوه اوونۍ وروسته) جوړه شي.

ولسمشر غني د اختر په لومړي ورځ ویلي و، چې د اساسي قانون او د جزا کوډ په اساس د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون صلاحیت نه لري او باید د هغوی په اړه لویه مشورتي جرګه پرېکړه وکړي.

د افغانستان حکومت وايي د ۵ زره طالب زندانیانو له ډلې ۵۹۲ یې په جنايي جرمونو کې ښکلیل دي.

1 COMMENT

  1. د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو خو می وپیژندلو ځکه د خپل ملی بیرغ تر څنګ ولاړ دی او معلومیږی چه یو امریکایی دی.

    خو د ملاعبدالغني برادر اخوند په نوم سړی می ونه پیژاند چه د کوم ملک نماینده ګی کوی؟ ځکه دغه بیرغ ما تر اوسه نه دملګرو ملتونو دبیرغونو په قطار کی لیدلی او نه می د دنیا په ملکونو کی لیدلی دی.
    په افغانستان کی ټول ګوندونه، تنظیمونه او حتی سیاسی کوچنی ډلی خپل بیرغونه لری، خو په څنګ کی حتمی ملی بیرغ د خپل تنظیمی بیرغ ترڅنګ ودروی. چه افغانان او نړیوال یی وپیژنی چه دغه افغان او افغانان دی.
    خو افسوس د برادر اخوند په نوم سړی باندی چه دا څوک دی.

    ګل ولي ارین دملی بیرغ په هکله داسی لیکی: تاند \جولای 28, 2020
    بیرغ، نښان ته ویل کیږي. یو داسې نښان چې د یوې ځانګړې جغرافیې اوسېدونکو ته پېژاند(هویت) ورکړي.
    بیرغ دا په ګوته کوي چې موږ په یو سازمان یا ځانګړې ټولنې پورې تړلي یو. داسې ټولنه چې مشترک کلتور، باورونه، ارمانونه او قوانین لري.
    تور رنګ، یعنې د استعمار توره دوره، سور رنګ یعنې د افغانانو قربانۍ/مبارزه د استقلال د اخېستلو لپاره او زرغون رنګ، د ازادۍ او سمسورتیا په مانا دی.
    د افغانستان اوسنی بیرغ، همدا ډؤل بیرغ دی. د افغانستان په ملي بیرغ کې ټول رنګونه او نښانونه؛ په ټولو قومونو/ملیتونو پورې تړلي دي.
    افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور او ملي بیرغ د ټولو افغانانو، ملي هویت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب