شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپر سپین بولدک د وروستي برید څېړنه کېږي

پر سپین بولدک د وروستي برید څېړنه کېږي

تاند (دوشنبه، د اسد ۱۳) د ملي امنیت شورا وايي یوه لوړپوړي دولتي پلاوي کندهار ولایت ته سفر کړی او په سپین بولدک کې هغې سیمې ته ورغلی چې د پاکستاني پوځیانو تر راکټي برید لاندې راغلې وه.

د ملي امنیت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سیمې ته د ورغلي دولتي پلاوي مشر او د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال صدیق الله فهیم او ورسره پلاوي یې په سیمه کې له بېلابېلو قشرونو سره لیدلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي یاد پلاوي له هغو کورنیو سره هم ولیدل چې د پاکستاني ځواکونو له خوا ورته په یاده نښته کې مرګژوبله اوښتې وه.

کندهار ته د یاد پلاوي د سفر موخه د پاکستان له لوري د وروستۍ پېښې څېړنه ښودل شوې ده، همدارنګه مسؤلینو ته ویل شوي چې متضررو کورنیو سره اړینې مرستې او لازم اقدامات تر سره کړي څو په راتلونکي کې د داسې پېښو مخنیوی وشي.

دغه پلاوي د سیمې د سیمې او هغو قومونو ستاینه وکړه چې د خاورې نه یې دفاع وکړه او په پېښه کې یې د امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی دی.

کندهار ته تللي پلاوي خلکو سره ژمنه وکړه چې یاده پېښه به په جدي ډول تعقیبوي.

د تېرې پنجشنبې په ماښام سپین بولدک کې پاکستاني ملیشو پر ګڼ شمېر افغانانو چې غوښتل یې خپل هېواد ته راستانه شي بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې ۹ افغانان ووژل شول او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل شول.

1 COMMENT

  1. د فکیستان له خوا زمونږ په خاوره ، ولسي ، بې دفاع خلکو د توغندیو اورول او د هغوی وژل یو بشري جنایت دی. بنا د افغانستان لېږل شوی هیئات باید دا موضوع مستنده او له خلکو سره د عیني شاهدانو په توګه خبرې وکړي ، فلم او اسناد یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړي ،چې فکیستان د ملګرو ملتونو د منشور نه په سرغړونه محکوم کړی .
    په ملکي کسانو او دهستوګنې په کورونو توغندي ویشتل د ښه ګاونډیتوب ، اسلامي ورورولی او بشري حقوقو خلاف عمل دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب