شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او هند مشرانو پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

د افغانستان او هند مشرانو پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

تاند (سې شنبه، د اسد۱۴) د هند صدراعظم نریندر مودي پرون (دوشنبه) د افغانستان له ولسمشر محمداشرف غني سره ټېلفوني خبرې وکړې.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، دواړو مشرانو د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې.

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، د هند د صدراعظم دفتر وویل، د افغانستان ولسمشر او د هندوستان صدراعظم یو بل ته د اختر مبارکي وویله.

په دې ټېلفوني خبرو کې د هند صدراعظم د سوله ییز، سوکال او ټولشموله افغانستان لپاره له افغانانو سره د هند پر ژمنې ټینګار وکړ.

ولسمشر غني او صدراعظم مودي په سیمه کې پر امنیتي وضعیت او د دوو هیوادونو د دلچسپۍ پر مسلو هم وږغېدل.

د مودي د دفتر له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني د هند له صدراعظم ښاغلي مودي څخه په دې مننه وکړه چې افغانستان ته یې په مناسب وخت د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خوراکي او طبي مرستې راولېږلې.

د دواړو هیوادونو مشرانو په داسې وخت کې خبرې وکړې چې داعش ډلې د جلال اباد پر محبس د ډله ییز برید مسوولیت په غاړه واخیست.

په دې برید کې لږترلږه ۲۹ تنه ووژل شول.

له دې جلا پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د طالبانو د قطر د دفتر له مشر ملابرادر سره د ویدیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب