Homeداسې هم شتهساینسروسیې په یوه توغندي ۷۳ سپوږمکۍ وتوغولې

روسیې په یوه توغندي ۷۳ سپوږمکۍ وتوغولې

تاند- روسیې د جمعې په ورځ/جولای ۱۴/ په یو وار ۷۳ سپوږمکۍ د یوه توغندي په وسیله فضا ته ولېږلې.

روسیې په دې کار د هند ریکارډ، چې د تېر جون په درویشتمه یې جوړ کړی و او په یو وار یې ۳۱ سپوږمکۍ استولې وې، مات کړ.

د دغو سپوږمکیو اکثره د اروپايي هیوادونو دي چې غواړي له فضا څخه په لوړ کیفیت یا لوړ روزولوشن د مځکې عکسونه واخلي.

د روسیې سایوز – ۲۰۱ اي توغندی په قزاقستان کې د روسیې له بایکانور فضايي اډې وتوغول شو.

د روسیې د فضايي تحقیقاتو فدرالي ادارې (روس کازموس) وویل چې د دوی له لوري توغول شوي کوچنۍ سپوږمکۍ د مځکې د څارنې لپاره دي.

روس کازموس نه دي ویلي چې استول شوې سپوږمکۍ د چا دي.

خو ویلي یې دي چې سپوږمکۍ له توغندي جلا شوي او د مځکې د مدار لور ته د تګ په حال کې دي.

د سپېس فونډېش د ادارې د۲۰۱۵ م کال د معلوماتو پر اساس په نړۍ کې د فضايي صنعت ارزښت یا له دې لارې د عایدو اندازه ۳۲۳ ملیارد ډالره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...