جمعه, اپریل 19, 2024
Homeروغتیاپه کورکمنو د سرطان درملنه

په کورکمنو د سرطان درملنه

تاند- د سرطاني ناروغیو یوه لویه ستونزه دا وي چې د درملنې په مهال ځینې سرطاني حجرې د وړانګو په وړاندې مقاومت پیدا کوي.

خو اوس هندي ساینسپوهانو څرګنده کړې چې څرنګه سرطاني حجرې د وړانګو یا شعاع په وړاندې مقاومت پیدا کوي او مقاومت موندلې حجرې په کورکمنو تداوي کېدای شي.

سرطاني حجرې او دانې یا تومورونه ځیني وختونه د درملو او وړانګو په وړاندې مقاومت پیدا کوي. له همدې کبله؛ سره له دې چې اکثره سرطاني حجرې په درملو او وړانګو ومري خو یو شمېر پاتې شي او وده وکړي او له څه مودې وروسته بېرته سرطان خپور شي.

د ساینټیفیک ژورنال د راپور له مخې، د هندي څېړونکو د ډلې مشر پروفیسر بهودیف سي داس ویلي«موږ د سرطان د موثرې تداوۍ لپاره له کورکمنو څخه په استفادې یوه لار موندلې او تمه ده چې په راتلونکي کې په دې طریقه ډېر ناروغان درمل شي.»

اکثره سرطانونه په هغه صورت کې چې ژر تشخیص شي، معالجه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب