شنبه, مې 18, 2024
Homeداسې هم شتهساینسنړۍ د ناورین په لور

نړۍ د ناورین په لور

 عبدالرووف لیوال 

د انترکتیکا په تریلنونو ټنو کنګل د ویلیدا له وجې راوښویدل.

د ټول لوکزامبورک د هیواد په اندازه د کنګل دوه غبرګې سترې ټوټې د انترکتیکا له کنګل څخه راجلا او د( ویدل ) سمندرګی په لور رارهی شوې.

دا به د انترکتیکا د کنګلیزې وچې لس سلنه د یخ برخه وی، چې د انترکتیکا د کنګلیزې وچې نه را جلا کیږی او په سمندرګی کې د لامبوسره به د اوبو د څپو د۶۰مترو لوړوالی لامل شی – چې سونامی ګانې به مینځ ته راوړی .

دچاپیریال ساتنې پوهان وایی که دالړۍ همداسې دوام ومومی ، کیدای شی څولسیزې وروسته دتودوخې په خاطر دځمکې ځینې برخې دانسان دژوند کولو وړ نه وی .

په ۲۰۰۰م زیږیزکال کې هم د۵۸۰۰کیلومترومربع په کچه دکنګل لویه تخته دانترکتیکا د(روز) له سترې برخې راجلا شوې وه چې دکنګل نه دتختو دجلاشوې لسمې لویې تختې ریکارد یې ټینګ کړی وو.

داسترې تختې دسږ زیږدیز کال دمې میاشتې له ۲۵ مې تر ۳۱مې ورو،ورو راجلا او  سمندرګی ته د لاهو کیدو په لور رهی شوې .

دا په داسې حال کې ده چې دونالد ترمپ لااوس هم  دپاریس دچاپیریال ساتنې د( ګلخانه یی) ګازو په هکله کنوانسیون ته غاړه نه ږدی .

درسنیزو ګونګوسو له مخې دامریکې د(ناسا) خلایی مرکز لسګونه ځوان مریان (غلامان)   دانسان د ژوند د آزمیښت په خاطرسرې سیارې (مریخ ) ته لیږلی، تر څو په مځکه کې دلوړې تودوخې له امله که سالنډی رامنځ ته شی، بډای امریکایان سرې سیارې ته کډه کړی .


دآخرپرګراف په استثنا –  سرچینې : EnvironmentMagazine، ګاردین او ګلوبل ریسرچ

1 COMMENT

  1. که سری سیاری ته لاو هم شی نو د زمکی له وسایلو چه محروم سمدستی مړه کیږی ، خلاص به نشی غم مه کوی ، په سره سیاره کی د ژوند زروری اسباب نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب