Homeداسې هم شتهساینستر ټولو توده سیاره وموندل شوه

تر ټولو توده سیاره وموندل شوه

تاند- امریکايي ساینسپوهان وايي چې تر ټولو توده سیاره یې کشف کړی ده.

د دې سیارې تودوخه، چې له مځکې ۶۵۰ نوري کاله لیرې ده، نژدې ۴ زره ۳۲۷ درجې ده.

د امریکا د اوهایو پوهنتون څېړونکي وايي چې د دې سیارې د تودوخې درجه تر پخواني تر ټولو تود پېژندل شوي جرم څه باندې زر درجې زیاته ده.

دا سیاره، چې ساینسپوهانو پرې (KELT-9b) نوم ایښی، هغې کُرې ته، چې دا یې په مدار کې ده، دومره نژدې ده چې یوازې په یوه نیمه ورځ کې یې له شاوخوا راګرځي.

ساینسپوهان باور لري چې د دې سیارې تر اندازې زیاته تودوخه په دې کې د شک ځای نه پرېږدي چې هلته ژوند ناممکن دی.

ساینسپوهانو (KELT-9b) سیاره د کیلت (Kelt) ټیلسکوپ په وسیله کشف کړې ده.

دا ټیلسکوپ د اریزونا ایالت په واینر ترویتون کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...