یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeکلتورفرانسوي‌-‌پښتو سیند په پاریس کې چاپ شو

فرانسوي‌-‌پښتو سیند په پاریس کې چاپ شو

نجیب منلی
په دې وروستیو کې په باریس کې فرانسوي‌-‌پښتو سیند، چې شاوخوا یوڅلوېښت زره مدخلونه لري ، ډاکټر محمد اکبر وردګ لیکلی، او د آسیایي ژبو یوې متخصصې خپرندویې موسسې «ازیاتېک» (L’Asiatheque) خپور کړی، له چاپه راووت.
ډاکټر محمد اکبر وردګ ستایلی د طب ډاکټر دی خو له ډېر پخوا راهیسې له ژبې او ادب سره هم سروکار لري. په ۱۳۴۰ لسیزه کې د پښتو ټولنی افتخاری غړی هم و. ډاکټر محمد اکبر وردګ په ۲۰۱۵ کال کې یو پښتو‌-‌فرانسوي سیند هم کښلی دی چې د څلوېښت زرو شاوخوا مدخلونه لري او هغه هم په پاریس کې د همدې خپرندویې موسسې له خوا چاپ شوی دی. تر دې له مخه یې له ښاغلي کبیر حبیب سره په ګډه یو بل فرانسوي‌-‌پښتو قاموس هم خپور کړی و.
قاموس لیکل یوه خورا ستونزمنه چاره ده چې ژبپوهان او د ژبو څېړونکي له ډول ډول ننګونو سره مخ کوي. په دې ننګونو کې، یوه ستره ننګونه دا ده چې مشخصه شي چې قاموس د چا له پاره لیکل کېږي. په هغو ژبو کې چې د قاموس لیکنې اوږده مخینه او تجربه لري د قاموس د مخاطبینو مشخصول ډېر ګران نه دي، څکه چې په ژبه کې، وار د مخه، رنګارنګ قاموسونه موجود وي او قاموس لیکونکی چې د نوي قاموس د لیکلو تکل کوي، له دې کاره یوه خاصه موخه لري. په هغو ژبو کې چې قاموسونه لږ دي، او اړتیا ورته ډېره ده، قاموس لیکونکي مجبور دي چې داسې لارې چارې و پلټي چې قاموس یې وکړای شي د څو، نا متجانسو ډلو او کتګوریو اړوند کاروونکو اړتیاوې رفع کړي. د ښاغلي وردګ دا قاموس هم هڅه کوي چې همهاله، هم د هغو فرانسوي ژبیو اړتیاوو ته ځواب ووایي چې پښتو زده کوي او هم د هغو پښتو ژبیو ستونزه حل کړي چې فرانسوي زده کوي.
زه ډاکټر صاحب محمد اکبر وردګ ته او د ازیاتېک مسوولینو ته د دې سترې لاسته اوړنې مبارکي وایم او هیله لرم چې دا قاموس به د پښتو ژبیو او د پښتو ژبې زده کوونکو ته کافي اسانتیاوې برابرې کړي.

4 COMMENTS

  1. دا په زړه پوری خبر موږ ټول خوشحاله کړو او د ليکونکی د پاره ددی برياليتوب په هکله مبارکی وړاندی کوو او له پاک خړای (ج) څخه ورته با صحته اوږد عمر غواړو او هپله لرو چی بدی برخه کی د نورو عالی خدمتونه جوګه شی.
    په درناوی

  2. په دې بدمرغه حالت کي ‎؛ دا دئ یو ښایښته خبر مو هم واورېد…. ليکوال او ټولو پښتنو ته يې مبارکي وایو…

  3. د پښتو ژبی ویونکو لپاره دخارجی او مهمو ژبو قاموس یا قاموسونو لیکل او چمتو کول هم اړین او ضروری او هم مشکل او هم د ویاړ او ستائنی وړ کار دی.
    سویډنی ژبه ځانته کوم خاص مستقل هویت نلری بلکه د اروپائی لویو ژبو د څکښتو د بقایاوو یوه مجموعه ده خو سره لدی په همدی ژبه کی د سویډنی – سویډنی قاموس شتون لری ، نو چی سویډنی ژبه پدی ډنګره بدنه ځانته قاموس لری نو نوری لوئی اروپائی ژبی به هم حتماً ځانته د ژبی – ژبی قاموس لری.
    عرض می دا دی چی پښتو ژبه هم د پراختیا له مخی د پام وړ ژبه ده نو که پښتون صیب هم ځانته د پښتو – پښتو قاموس یا سیند ولری نو ممکن د مختلفو سیمو او مختلفو لهجو درلوونکی پښتنو ژبنی ستونزی هم تر ډیره حل سی.

  4. اوس دیی ته وای ملی خدمت، انسانی خدمت، افغانی خدمت او عملی خدمت.
    زه د زړه له کومی د ښاغلی ډاکټر محمد اکبر وردګ څخه مننه کووم چه فرانسوي‌-‌پښتو سیند چه یوڅلوېښت زره مدخلونه لري لیکلی دی.
    فرانسوی ژبه د نړی څلورمه علمی او مشهوره ژبه ده چه ډیر ویوونکی لری. او د ۲۹ هیوادونو رسمی ژبه هم ده. نو الله ج دیی ښاغلی وردګ صاحب ته اجرونه او عزتونه ورکړی چه د پښتنو د پوهی او زده کړی لپاره یی ډیره لویه تحفه وړاندی کړه.
    د ښاغلی وردګ صاحب بل نوښت او همت دادی چه هغه د طب ډاکتر دی، خو د طب تر څنګ یی د پښتو ژبې او ادب لپاره هم غټ خدمت وکړه.
    امید دی د پښتو ژبې او ادب هغه پوهان، پروفیسوران او ډاکتران چه خاصی زده کړی یی کړیدی، د ډاکتر صاحب وردګ په شان خدمت وکړی.

    ښاغلی منلی صاحب مننه کووم د دغه ښکلی خبر او زیری په هکله، انشاالله چه هر کله می د نیږدی څخه ولیدلی د زیری روپۍ به حتمی درکووم.

    مننه خدای ج مو راته تر ډیر وخته ژوندی او خوشحاله لره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب