یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهداعش د ننګرهار پر محبس د حملې مسوولیت ومانه

داعش د ننګرهار پر محبس د حملې مسوولیت ومانه

تاند(یکشنبه، د اسد ۱۲) داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې د ننګرهار پر عمومي محبس د نني برید مسوولیت په غاړه واخیست.

دا برید یوه ورځ وروسته له دې وشو چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست وویل چې د جلال اباد ښار په مولوي خالص فاملیو کې یې د داعش یو مهم مشر، چې د دې ډلې په قصاب مشهور و، وژلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، داعش په خپل اعماق خبري اژانس کې، چې انلاین خپرونې کوي، د جلال اباد د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

چارواکي وايي چې د محبس په خوله کې له موټربمي چاودنې وروسته لږترلږه ۳ انتحاري برید کوونکو په محبس کې دننه ځانونه الوزولي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خویاڼی وايي، “نن ماښام ۶ بجې د ننګرهار محبس ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې او وروسته له هغې څو وسله‌والو حمله کوونکو له افغان ځواکونو سره نښته پیل کوه.

ښاغلی خوږیاني همداراز وايي، په دې برید کې دوه ملکي وګړي شهيدان شوي او ۲۴ نور ټپيان دي. يو شمېر تښتېدلي بنديان هم بېرته نيول شوي دي..”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب