دوشنبه, مې 6, 2024
Homeمقالېاقتصادپه هلمند کې د خرما حاصل د کروندګرو هیلې زیاتې کړې

په هلمند کې د خرما حاصل د کروندګرو هیلې زیاتې کړې

تاند(یکشنبه، د اسد ۱۲) دهلمند ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وایي چې سږکال ددې ولایت د خرما باغونو بې ساري حاصلات کړي.

د یاد ریاست د چارواکو په وینا د خرما په هغه ونو يې تجربو مثبته نیتجه ورکړې ده چي په تېرو ۳۰ کلونو کې يې حاصل نه و ورکړی.

بل لورته بزګران هم سږکال د خرما حاصلاتو ته خوښ دي.

دهلمند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پلان او برنامو د مدیریت مدیر سید رفع الله قلم وویل چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه او ځینو ولسوالیو کې د خرما مخکینۍ ونې په فني او مسلکي توګه القاح، او پیوند شوي دي.

هغه زیاتوي، چې سږکال یې په بې سارې ډول حاصلات ورکړي.

سید رفیع الله دغه راز زیاته کړه هغو بزګرو ته چې، د خرما د ونو باغونه یې لرل د ښه روزنې او پالنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکول شوی دی او ددې ولایت اوبه او هوا د خرما د حاصلاتو او ترویج لپاره مناسبه ده او دوی به ډير ژر په مرکز او ولسوالیو کي د خرما د ترویج په خاطر د کروندګرو د هڅونې او عادت کولو مرسته ورسره وکړي.

قلم وایې چې د هلمند د کرنې ریاست په پلان کې لري چې سږکال بزګرو ته په ۲۵ جریبه ځمکه کې د خرما د ونو تجارتي بڼونه جوړ کړي، تر څو د ترویج په موخه یې وروسته د دې ولایت دمرکز په ګډون ټولو ولسوالیو ته پراخ کړي.

بل خوا بیا په دې ولایت کې د خرما باغداران سږکال د خرما حاصلاتو ته زیات خوښ دي

د یادولو وړ ده چې حکومت په تېرو دوو لسیزو کي د کوکنارو د بدیل په خاطر د بېلا بېلو تخمونود ترویج لپاره هلې ځلې کړي دي،خو تراوسه څنګه چي تمه وه په هغه ډول یې د کنارو د کښت مخنیوی نه دی کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب