یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار پر محبس حمله کوونکي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي

د ننګرهار پر محبس حمله کوونکي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي

تاند ( یک شنبه، د اسد ۱۲) د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د ننګرهار پر عمومي محبس ۳ بریدکوونکي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

په ورته مهال دننګرهار د والي ویاند وایي په دې پېښه کې تر دې دمه ۲ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټبيان دي، چې په خبره یې ټول ملکیان دي.

عطاالله خوږیاڼی وایي، د ننګرهار پر محبس د نښتې پرمهال یو شمیر زندانیان هم تښتېدلی خو په خبره یې ډير شمېر یې نیول شوي او دنورو د نیولو هڅې روانې دي.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن ماښام شاوخوا شپږ نيمې بجې د دې ولایت پرعمومي محبس لومړی وسله والو موټر بم برید ترسره کړ او یو شمیر نورو نښته پيل کړه.

امنیتي چارواکي وایي، نښته اوس هم دوام لري.

د ننګرهار پرمحبس برید کې تر دې دمه ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند( یک شنبه، د اسد ۱۲) د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن ماښام شاوخوا شپږ نيمې بجې ننګرهار عمومي محبس ته څېرمه موټر بم بريد شوی، چې له امله يې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴  نور ټپيان دي .

د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي د پیښې پرمهال د زندان شاته دیوال هم غورځول شوی او بندیان تښتېدلي دي.

نوموړی وایي يو شمېر تښتيدلي بنديان هم بيرته نيول شوي او په خبره یې د نورو لټون روان دی.

خوږیاڼی زیاتوي امنيتي ځواکونه سيمه کې دې او په محبس د بريد کوونکو د له منځه وړلو عمليات يې پيل کړي دي ‌.

وسله والو طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي دي.

 

د ننګرهار پرمحبس وسله وال برید شوی

تاند( یک شنبه، د اسد ۱۲) د ننګرهار ولایت پر محبس وسله وال برید شوی.

د ولایت ویاند تاند وېب پاڼې ته وویلې، نن ماښام لومړی وسله والو د محبس مخې ته موټر بم برید کړی وروسته وسله واله نښته شوې.

عطاالله خوږیاڼی وایي نښته اوس هم دوام لري او په خبره یې تر دې دمه یو جسد او اتلس ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

نوموړی وایي د وسله والو د له منځه وړلو هڅې روانې دي.

 

دویم تعقیب

یو شمیر سرچینې وایي د ننګرهار په محبس او هوایي میدان وسله والو برید ګړی.

امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکتر ظاهر عادل تاند وېب پاڼې ته وایي، چې د پیښې له ځایه روغتون ته دړلس ټپیان ور وړل شوي دي.

سیمه کې اوس هم ډزې روانې دي.

 

لومړني جزیات:

جلال اباد ښار کې دوه غبرګې چاودنې شوې دي.

یو شمیر سرچینې وایي د دې ولایت په هوایي میدان او عمومي زندان باندې وسله والو برید کړی دی.

امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو روغتیایي چارواکي وایي، د پیښې له ځایه روغتون ته پنځه ټپیان ور وړل شوي دي.

سیمه کې اوس هم ډزې روانې دي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب