ځینې خلک په دې کلک باور لري چې دوی نور خلک له غوسې پرته د خپلو احساساتو په اړه نشي پوهولی. نو د دې لپاره چې ځان په نورو ومني یا پرې اغیز وکړي تل غوسه کوي.
دا د انسان طبیعت دی، چې کله یې پر وړاندې هغه څه تر سره کیږي چې د دوی نه خوښیږي، نو پر وړاندې یې هیجاني کیږي. لږه غوسه کوم ناوړه عمل نه دی، او هم تاسو ته یو څه ارامښت دربښي، خو یاد ولرئ چې همدا لږه غوسه ستاسو ډیره مثبه انرژي له منځه وړي او هم مو ذهن منفي افکارو ته هڅوي.
دا یو یو منل شوی حقیقت دی چې غوسه ذهن کمزوی کوي. هغه پریکړې چې د غوسې په وخت کې کیږي، هېڅوخت مؤثره نه وي. نو دا ډیره اړینه ده چې د هر ډول کړنې په وړاندې د نرمۍ او حوصلې څخه کار واخلو.
کله چې غوسه یاست، نو د خوشاله شیبو او پیښو په اړه فکر وکړئ، او هم له ځانه وپوښتئ چې د غوسې پایله به څه وي؟ د قهریدو په صورت کې به څه تر لاسه کړم؟ په غوسه باندې د برلاسي کیدو لپاره هغه مهارتونه وکاروئ کوم چې تاسو غوره ګڼئ، او دا مهارتونه بیا بیا تمرین کړئ. ډیری وخت خلک زموږ د غوسې څخه ناوړه ګټه اخلي، نو دوی ته دا موقع په لاس مه ورکوئ، چې ستاسو غوسه د شخصي موخو لپاره وکاروي.
هره دقیقه چې تاسو غوسه یاست، اصل کې تاسو شپیته ثانیې خوښي له لاسه ورکوئ، نو غوسه په دې نه ارزي چې خوشحالي را څخه واخلي.