یکشنبه, مې 19, 2024
Homeټولنیزد ژوند ښه کولو شپږ آرونه (اصول) ژباړه او زیاتونه: اجمل جنت

د ژوند ښه کولو شپږ آرونه (اصول) ژباړه او زیاتونه: اجمل جنت

د ژوند ښه کول او بدول په تاسې پورې اړه لري،   یوازې درته پکار ده، چې مایوسه/تسلیم نه شئ، صبر ولرئ، هره ورځ مطالعه وکړئ، د ژوند د ښه کولو لپاره مو خپلې مټې نورې هم پسې بډوهئ، منظم کار وکړئ او پر دې باوري شئ، چې ستاسو لپاره ستاسې وړ مقام کلک په تمه دی.
دلته درسره دا شپږ خبرې د ژوند په بدلون کې اړینه مرسته کولای شي، لومړی یې په غور ولولئ، ځان پرې پوه او وروسته یې عملي کړئ!
۱-  دا اړینه نه ده چې تاسې ډېر تېروځئ، ستاسې هره تېروتنه ستاسې مټې نورې هم غښتلې کوي، په دې اړه فکر مه کوئ، چې مخته تګ مو ورو/سلو دی، اوس هم تاسو تر هغو ډېر دمخه یاست، چې څوک بلکل هڅه/حرکت نه کوي.
۲- څه چې لرئ ورسره مینه وکړئ او څه مو چې ترلاسه کول شکر پرې وباسئ، خپلې وړتیاوې/علمي پوهه مه سپموئ، په یاد ولرئ، چې له څه سره مو سروکار/د لاسته راوړلو هڅه وي، هرومرو یې یوه ورځ ترلاسه کوئ.
۳- تاسې اړ يئ چې د مثبت فکر کولو هنر مو زده وي داسې لکه ورځني ژوند کې د کالو خوښول او که غواړئ چې ښه ژوند او چارې مو سمې روانې شي نو پر ذهن مو کار وکړئ!
د ښه ژوند کولو لپاره تاسو اړتیا لرئ، چې خپل افکار مو وچاڼئ/جوړ کړئ، لکه څنګه چې تاسو د با شخصیته کېدو په موخه یو څه پر خپل ظاهر کار کوئ، تر دې ډېر مو اندرون ته پام وکړئ.
۴- هغه څه مو چې خوښ ساتي، ویې کړئ، دا ستونزه نه ده، چې په اړه دې څوک څه فکر کوي، هغوی شاته پرېږده.
په یاد ولرئ خوشحالي یوه ټاکنه ده او ژوند د ټولو افرادو د خوشحالولو په مانا نه دی.
۵- که له خپل ځان سره ریښتیني یاست؛ نو د ریسک(خطر) اخیستل زده کړئ، ستاسو ژوند به هغه وخت ښه شي، چې تاسې فرصت له لاسه ورنه کړئ او د خطر اخیستل وازمايئ.
۶- دا اړین نه دي، چې څه لرئ او څه نه لرئ، هره ورځ تر ویښېدا وروسته له خدایه شکر ګذار اوسئ، تاسې چې په کوم دريځ کې یاست/څه چې لرئ، باور وکړئ چې ډېر یې د ترلاسه کولو لپاره لاس او پښې وهي؛ نو په عبادت کولو کې پابند اوسئ او د هرې ستونزې پر وخت الله ج ته رجوع کوئ؛ نو په ژوند کې به ډېر بدلون حس کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب