Homeروغتیاتنګې جامې د ښځو د ملا له درد سره بې ارتباطه نه...

تنګې جامې د ښځو د ملا له درد سره بې ارتباطه نه دي

تاند- ډاکترانو هغو کسانو ته چې ډېر تنګ یا چسپ جین پتلونونه اغوندي خبرداری ورکړی چې د ملا درد ورته پیدا کېږي.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د بریتانیا د یوې طبي ادارې (British Chiropractic Association ) سروې ښيي چې نژدې درې برخې (۷۳٪)  ښځې د ملا درد لري او اکثره ښځې چې دا ستونزه لري فېشني یا مودپالې ښځې دي چې ډېر تنګ جین پتلونونه اغوندي او تر اندازې د لوړو کوري بوټونه پښو کوي.

سروې ښيي چې درانه زېورات هم بې اغېزې نه دي.

سروې کوونکي وايي، د ډېر تنګ جین اغوستل د انسان خوځښت محدودوي او عضلې ډېر حرکت ته نه پرېږدي چې په نتیجه کې یې پر مفصلونو او هډوکو فشار راځي.

د دې څېړنې یوې غړې ریشي لوټي اندیپندنټ ورځپاڼې ته وویل«که پتلون ډېر تنګ وي، سم او عادي تګ پکې نه شي کېدای. د بدن ځیني غړي مو له حرکته لوېږي په تېره بیا د ملا لاندینۍ برخه؛ د دې په نتیجه فشار پر مفصلونو راځي. طبیعي ده کله چې ځیني برخې خوځېدای نه شي یا له حرکته لوېږي پر نورو برخو فشار راځي.»

دا سروې چې په څه باندې ۲ زره ښځو شوې، په سلو کې ۷۳ ویلي چې د ملا درد لري. د دوی په منځ کې ۲۸ فیصدو ویلي چې تنګې جامې یې اغوستلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...