ژباړه: محمد طاهر (ابشار)/ هلمند
ايا تاسو کله نا کله سبناری (د سهار ناشته ) پريږدی؟ که هو! تا سوخپل صحت له منځه وړی، دا چاره د يو لړ ناروغيو سبب کيږي.
ويل کيږي چي د سهار ناشته د ورځني خوراک تر ټولو غوره خوراک دي او دا خوراک بايد په هيڅ ډول هم پرې نه ښودل سي. نو لازمه ده چي په دې خبره وپوهيږو چي کله هم نهاری پريږدو نو زموږ پر بدن کوم اثرات شيندي ـ
شکره:
د نهاري په نه کولو سره په شکري غوندي ژوند اخيستونکي ناروغۍ د اخته کيدو خطر زياتيږي په ځانګړي ډول د ښځو دپاره ډير زيانمن دی. طبي څيړونو ښودلې ده هغه ښځي چي نهاری نه کوي د شکري ټاپ ټو ډول په ناروغي د اخته کيدو چانس تر هغهو زياته وي کوم چي نهاری خوري.
د زړه ناروغۍ
هغه کسان چي هر ورځ سهارنۍ خوري په هغوی کي هغه عناصر چي د زړه د ناروغۍ سبب کيږي کموي يې، د يو طبي څيړني په ترڅ کي دا خبره په ثبوت رسيدلې ده، کوم کسان چي د سهار خوارک نه کوي دويني فشار يې زياتيږي، د ويني شکره يې لوړيږي او د انسولينو د مزاحمت سبب هم کيږي.
نيم سری ( د نيم سر دردر)
د نهاري په پريښوولو سره په بدن کي د شوګر کچه ډيره کښته کيږي چي له امله يې د ګلوکوز سطحه هم کښته کيږي، لکه څنګه چي مو مخکي يادونه کړې ده چي د سهارنۍ په پريښودلو سره د ويني فشار لوړيږي ځکه نو د نيم سر درد هم له همدغه څخه پيښيږي.
د وريښتيانو تويدل
سهارنۍ د ورځني خوراک ډيره اړينه برخه ده چي د وريښتيانو د ريښو په تقويه کولو کي خورا مهم رول لري، په لوړه کچه د پروټينو لرونکو خوړو په کارولو سره د وريښتيانو پر تقويه کولو منفي تا ثير کوي، له امله يې وريښتيان توايږي او د ويښتيانو د ختلو ( پک کيدو) خطر منځ ته راځي.
نوټ: دا ليکنه د عام معلوماتو دپاره ده، لوستونکي کولاي سي چي خپل د ډاکټر سره په دې اړه مشوره وکړي.