Homeداسې هم شتهساینسد انسان له ذهنه کنټرولېدونکی مصنوعي لاس

د انسان له ذهنه کنټرولېدونکی مصنوعي لاس

تاند- ساینسپوهانو داسي لاس جوړ کړ چې د انسان له ذهنه کنټرولېږي او هغو کسانو ته، چې لاسونه یې فلج شوي، اسانتیا رامنځته کوي.

دا وسیله په هسپانیا کې پر شپږو فلج شویو کسانو تجربه شوه.

ساینسپوهانو د فلج شوي کس پر سر یو ډول خولۍ کېښوده چې د مغزو الیکتریکي فعالیت او د سترګو حرکت اندازه کوي، او په دې توګه یې کمپیوټر ته سیګنالونه ولېږلی شوای چې په لاس پوري تړلې وسیله کنټرول کړي.

هغو کسانو چې په دې تجربه کې برخه واخیسته، وايي چې دا وسیله یې د ژوند چارې تر ډېره اسانولی شي او که څه هم د انسان د اصلي لاس ځای نه شي نیولی خو په دې کې شک نه لري چې کومک ورسره کوي.

د څېړونکو په وینا په تجربه کې برخوالو دا سیستم د باور او استفادې وړ وباله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان او د بالیووډ درو نورو ستورو ته د اعلانونو د بندولو خبرداری

تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۷ مه) د هند د مهاراشترا ایالت چارواکو د بالیووډ درې مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، اجې دیوګن...