Homeداسې هم شتهساینسد انسان له ذهنه ټول معلومات پاکېدای شي

د انسان له ذهنه ټول معلومات پاکېدای شي

تاند- ساینسپوهان وايي، د انسان په حافظه کې ټول موجود معلومات پاکېدای شي.

کاناډايي ساینسپوهانو پر موږکانو د تجربې په لړ کې ثابته کړه چې د انسان له حافظې ټول معلومات ایستل کېدای یا پکې زېرمه کېدای شي.

د انسان له حافظې د تېرو غیر منفي خاطرو هېرول ښايي ډېر مهم پرمختګ نه وي ځکه چې هسي هم د هېرې یا الزایمر ناروغي شته چې په نړۍ کې ډېر خلک په تېره بیا زاړه ورسره مخامخ کېږي. خو د انسان په حافظې کې د نورو معلوماتو زېرمه کول به لوی پرمختګ یا حتي انقلاب وي.

کاناډايي ساینسپوهان وايي، د مازغو حُجرې یا نورونونه، چې خاطرې جوړوي او زېرمه کوي، کېدای شي د برښنا د ګروپ په شان په یوه سویچ روښانه او ګول شي.

د دې څېړنې د یوه برخوال ډاکتر جاسلین په وینا، د مازغو له ملیونونو حجرو یوازې لږ شمېر د وېرې یا ګواښ د خاطرو د ژوندي ساتلو لپاره دي.

دی وايي دې ته په پام کېدای شي په دې برخه کې نور پرمختګ له ګڼو هغو کسانو سره مرسته وکړي چې بدې خاطرې لري یا د بدې پېښې په خاطر یې شوک لیدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...