جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحکومت د هغوطالب بندیانود خوشې کولو لړۍ پيل کړې، چې اعتراض پرې...

حکومت د هغوطالب بندیانود خوشې کولو لړۍ پيل کړې، چې اعتراض پرې لري

تاند ( یک شنبه، د اسد ۵)  افغان حکومت د طالبانو د هغو بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل کړې، چې خپله یې پرې اعتراض درلود.

یوې حکومتي سرچینې منلې، چې پرون له یادو ۶۰۰ بندیانو څخه ۵۰ تنه له څرخي پله زندانه خوشې شوي دي.

سرچینې ویلي، چې ښايي۷۰ تنه نور نن د بګرام له زندان څخه خوشې شي.

بل لورته د طالبانو د مطبوعاتي ټيم یوه غړي احمدالله واثق هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې پرون یې پنځوس تنه بندیان خوشې شوي دي.

له دې وړاندې افغان حکومت ویلي وو، چې دا پاتې ۶۰۰ بندیان درانه جرمونه لري او نړیوال یې هم پرخوشي کېدو اعتراض لري.

په ورته مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، دوی خپلو بندیانو ته سپارښتنه کړې ،چې د جګړې ډګر ته دې نه ځي او په کورونو کې دې پاتې شي، خو په وینا یې د ملي امنیت اداره پرخلاصو شویو بندیانو چاپې وهي او بیرته یې نیسي.

https://taand.net/%d8%b3%d9%87%db%8c%d9%84-%d8%b4%d8%a7%d9%87%db%8c%d9%86-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d9%86%d9%87-%d9%be%d8%b1%db%8c%da%96%d8%af%d9%8a-%da%86%db%90-%d8%ae%d9%88%d8%b4%db%90-%d8%b4%d9%88%d9%8a/

افغان حکومت په رسمي ډول تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

https://taand.net/%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%b1%db%90%da%9a%db%90-%d9%84%d8%a7%d9%87%d9%85-%d9%be%db%90%da%9a%d9%88%d8%b1-%d8%a7%d9%88-%da%a9%d9%88%d9%bc%d9%87/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب