جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهصدیقي: د نیمروزکمال خان بند به ژرګټې اخیستنې ته وسپارل شي

صدیقي: د نیمروزکمال خان بند به ژرګټې اخیستنې ته وسپارل شي

تاند ( یک شنبه، داسد ۵) افغان ولسمشرمحمد اشرف غني، چې نن سهار د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د نیمروز ولایت زرنج ښار ته تللی ود خپل سفر پرمهال یې د کمال خان بند له رغنیزو چارو هم لیدنه وکړه.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي د کمال خان بند ۸۰ سلنه رغنیزې چارې بشپړې شوې او زیاته یې کړه، چې تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

کمال خان بند د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په ۷۵ کیلومترۍ کې د چهار برجک ولسوالۍ شمال لورته د هلمند پرسیند پروت دی.

چارواکي وایي،چې دغه بند د برېښنا تولید ظرفیت هم لري او په جوړېدو سره به یې له برېښنا څخه تر ۶۰ زره ډېرې کورنۍ ګټه واخلي.

ولسمشر دغه راز په دې سفرکې د نمیروز ولایت له بیلوبیلو ډلګیو سره لیدنې ترسره کړې او د هغوی ستونزې یې مخامخ واورېدلې.

 

1 COMMENT

  1. ایران هدف دی او که غربی ولایتونه۰۰۰۰
    مګر د ننګرهار دپاره د دولت سترګی ړندی غوږونه یی کاڼه ۰د ووټونو وخت تیر دی۰
    ننګرهار ته لکونه مهاجر راغلی بیکاری بی حده زیاته /فقر اوج ته رسیدلی۰
    د مریضانو دی خدای شفا نصیب کړی ۰شیانو د قیمت تپوس مه کوی۰
    جلال اباد بویونو کثافاتو او د پاکستان نه زیات مچان هم راغلی چه د وطنی مچانو سره یی جنګ وی۰
    ماشومان له مکتب پاتی شول پدی خبره ژړا راځی۰
    خدایه زمونږ مشران راویښ کړی چه په اتفاق سره د ننګرهار د ابادی غم وخوری۰
    د خپلو خقوقو لپاره سرکونو ته راووځی مظاهری وکړی سرکونه او لاری بندی کړی۰
    د ګمبیری د ذراعت پروزی د کنړ او کامی د برقد پروژی دبیکارانو ته د کار د ماشومانو د مکتب او داسی نوری غوښتنی وکړی۰خق خود را از دهن شیر باید ګرفت۰
    څوک چه خوب کوی میښی یی نر کټی زیږوی بیدو کاکا او ماما را ویښ شی۰
    د پښتنو د بیداری په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب