Homeخبرونهایران د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته صادرات پیل کړل

ایران د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته صادرات پیل کړل

تاند ( یک شنبه، د اسد ۵)  د ایران د ګمرکونو عمومي مدیر مصطفی ایتي د کتای ترانزیټي دهلېز د پرانیستل کېدوخبر ورکړی دی.

هغه ویلي، چې هېواد یې د لومړي ځل لپاره د افغانستان او تاجکستان له لارې منځنۍ اسیا ته خپل صادرات پیل کړي دي.

د ایتي په وینا کتای ترانزیټي د هلیزد قرغزستان،تاجکستان،افغانستان او ایران ترمنځ جوړ شوی  دی، چې موخه یې د افغانستان او تاجکستان له لارې منځني اسیا سره د ایران او نوروشریکوهېوادونونښلېدل دي.

د ایران د ګمرکونو عمومي مدیر دا لار د څلور واړه هېوادونو لپاره خپل ارزښتمنه وبلله.

هغه وویل، چې د ایران لپاره یې ارزښت دا دی، چې ایراني سوداګر کولی شي له همدې لارې په ډېره ارزانه خپل صادرات منځني اسیا ته ولېږدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...