جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههند هېواد ته د افغان سيکانو اتمه ډله هم ورسېده

هند هېواد ته د افغان سيکانو اتمه ډله هم ورسېده

تاند ( یک شنبه، د اسد ۵) کابل کې د هند سفارت مسولانو ویلي، چې نن د مهاجر شویو سیکانو نوې ډله هند ته ورسیده.

د هند سفارت وایي، چې ۱۱ افغان سیکانو ته یې ویزې صادرې کړې او په خبره یې دافغان سیکانو اتمه ډله نن له کابل څخه نوي ډیلي ته رسیدلې ده.

کابل کې د هند سفارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یو شمېر هغو افغان سیکانو ته یې هند ته د تګ زمینه برابره کړې، چې  هند هېواد ته یې د تګ لیوالتیا لرله.

د هند سفارت د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په مارچ میاشت کې په کابل کې د سیکانو پرعبادت ځای له برید څلورمیاشتې وروسته ویلي وو، هغه سیکان، چې هند ته د تګ لیوالتیا لري دوی یې منلو ته چمتو دي.

په افغانستان کې میشت سیکان وایي، که څه هم هند ته د تللو اراده یې نه درلوده خو وروستیو وحشتونو مجبور کړل ، چې دا پرېکړه وکړي.

1 COMMENT

  1. ښه شو چې له ۳۰ میلیوني مذهبي قومي لیونتون پخیر ژوندي ووتلئ. څنګه مو لا دا نیمه پیړۍ ګذاره کړې وه دې باغ وحش کې؟ تاسو خو مدني انسانان وئ! ولې مو مخکې له دې لېونتون تیښته نه کوله؟
    خو ګورئ، هلته رواني ډاکترانو ته حتما مراجعه وکړئ، روغتیا ته مو اندیښمن یم. تاسو به چېرته په دغه وحشتستان کې روغ پاتې وئ؟! :(((((

    او په میلیاردونو تولانت زموږ په….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب