جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد لویې څارنوالۍ څلور نور کارکوونکي د رشوت په تور ونیول شول

د لویې څارنوالۍ څلور نور کارکوونکي د رشوت په تور ونیول شول

تاند (یکشنبه، د اسد ۵) لویه څارنوالي وایي چې دغه څلور تنه د کنټرول او څارنې عمومي ریاست لخوا د رشوت اخیستلو په تړاو نیول شوي دي.

په وروستۍ قضیه کې، نن د ننګرهار والي د لعلپورې ولسوالۍ لوی څارنوال ریاست لخوا د  ۳۶ زره افغانیو بډو اخیستو په تور نیول شوی او تر تحقیق لاندې دی.

بل لور ته، څو ورځې مخکې د ننګرهار ولایت د داخلي او خارجي امنیت په برخه کې د جرایمو پر ضد د مبارزې د څانګې یو څارنوال د دوه زره امریکایي ډالرو رشوت په اخیستلو لاس په لاس ونیول شو.

هغه د لویې څارنوالۍ له یوه عارض څخه چې د زوی قضیه یې د بګرام محبس په عدلي مرکز کې تر تحقیق لاندې وه، اته زره امریکایي ډالر غوښتي وه.

نوموړي تر دې مخکې د بګرام محبس په عدلي مرکز کې کار کاوه.‌

همدارنګه، د ابتدایی څارنوالۍ رییس او د کابل شکر درې ولسوالۍ اداري مدیر پدې وروستیو کې د دې ریاست لخوا د ۳۸ زره ډالرو بډو اخیستو د غوښتنې کولو لپاره نیول شوي وو.

دغه دوه تنو، چې د وژنې قضیه یې څیړلې وه ، له قربانیانو څخه د بډو غوښتنه کړې وه.

په ورته وخت کې، د لوی څارنوالۍ د کنټرول او نظارت د څارنوالۍ عمومي ریاست له ۲۰۰۹ کال څخه د اسنادو دفتر د څارنوالانو او کارمندانو په تورونو د رشوت او نورو قضیو عاملین نیول او محاکمه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې څارنوالۍ د کنټرول او څار ریاست پدې وروستیو کې د نورم او سټنډرډ ملي ادارې رییس په داسې حال کې نیولی و چې د هغه له دری همکارانو سره یې ۲۰۰ ډالر د فساد په تور نیولې وه

د لویې څارنوالۍ مشرتابه تل د هرډول فساد او ښې حکومتدارۍ رامنځته کولو په وړاندې مبارزه کې د اتباعو او د ټولنې بیلابیلو برخو ګډون باندې ټینګار کړی او دا یې د سالمې ټولنې او دولت رامنځته کولو لپارګټوره لاره بللې ده.

د دې موخې لپاره، دوی ځانګړې شمیره فعاله کړې ترڅو د اداري فساد په تړاو شکایتونه او معلومات ترلاسه کړي ، چې له لارې یې د یادې قضیو په اړه ټول معلومات دې ادارې ته رسیدلي.

1 COMMENT

  1. خدایه دغه چور واکو څخه له خیره خلاص کړی. اه ته او خدای هغه لوی قضیی پاتی دی دوی په دغه مجبور دد ۲۰۰۰ روپیو په غلو پسی را اخیستی ده. که نر یاست هغه دفساد سر چینی وچی کړه. لوی غله ونیسه. اوس بیا نړیوالو په دی قضیو باند فریب ورکوی. خدای مو تباه کړه خود خواه چور واکو لکه چی بیا مو په لوی لاس ټالیبانو ته په خوله کی ور اچوی. خدایه غریب ملت صبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب