جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهصالح: د طالبانو رېښې لاهم پېښور او کوټه کې ژوندۍ دي

صالح: د طالبانو رېښې لاهم پېښور او کوټه کې ژوندۍ دي

تاند ( یک شنبه، د اسد ۵) د ولسمشر لومړی مرستیال امر الله صالح وایي، چې د طالبانو رېښې لاهم په پېښور او کوټه کې ژوندۍ دي.

امرالله صالح پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي ، چې د کوټې او پېښور شورا تر اوسه خپلو وسله والو ته د سولې په تړاو هېڅ خبره نه ده کړې او لا هم پر جګړه ټینګار کوي.

د نوموړي په خبره هېڅ داسې اسناد نشته، چې وښيي طالبانو له نړیوالو ترهګرو په تېره القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړې وي.

صالح وایي طالبان فکر کوي، چې نړیواله ټولنه او افغان حکومت یې غولولي، خو دوی پخپله تېروتي دي.

هغه ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره بنسټیز کار ته اړتیا ده او په طالبانو کې تر اوسه د سولې لپاره هېڅ ذهینت شتون نه لري.

امرالله صالح داسې مهال د طالبانو پر وړاندې توند غبرګون ښيی، چې افغان سوله کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه سفر پيل کړی دی.

سرچینې ویلي د دې سفر په لړ کې به خلیلزاد اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال په بین الافغاني خبرو کې د پرمختګ لپاره د پاکستان ملاتړهم خپل کړي.

1 COMMENT

  1. دير شه يي ويلي لعنت دي پر خلیلزاد وي چي اوس دافغانستان سودا له فکستان سره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب