جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر محمد اشرف غني نیمروز ولایت ته په سفر تللی

ولسمشر محمد اشرف غني نیمروز ولایت ته په سفر تللی

تاند(یکشنبه، د اسد ۵) نن سهار ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستيال امرالله صالح په ګډون، نيمروز ولايت ته سفر وکړو.

ولسمشر غني به په دغه سفر کې د دغه ولایت د ولایتي شورا له استازو، مدني ټولنو غړو، دیني علماوو او قومي مخور سره ناستې ولري.

د نیمروز د والي ویاند بهرام حقمل ویلې دي، چې ولسمشر غني نیمرز ولایت ته رسېدلی او هغه به د دغه سفر پر مهال د کمال خان بند لیدنه هم وکړي او د یاد ولایت له اوسېدونکو سره به هم وګوري.

له جمهور رییس سره په دغه سفر کې دده لومړی مرستیال امرالله صالح او نور لوړ پوړي چارواکي هم ملتیا کوي.

ولسمشر غني نیمروز ولایت ته داسې مهال کې سفر کوي چې تیره ورځ یې د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسون له رییس احمد نادر نادري او د یاد کمیسیون له کمیشنرانو سره په لیدنه کې وویل چې د اساسي قانون مطابق دې ټولو ولایتونو ته یو ډول پاملرنه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب