تاند ( یک شنبه، د اسد ۵ ) د افغانستان د اطلاعاتواوکلتور وزارت مسولان وایي، په ټول هېواد کې ۲۰۰۰ خصوصي رسنیزو بنسټونو دمالياتو له ورکولو څخه د تېښتې لپاره خپل جوازونه نه دي تمديد کړي.
د یاد وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د عايداتي سرچينو د پېژندنې او په غونډه کې زیاته کړه، چې که چېرې د خصوصي رسنيو خاوندان خپل جوازونه تمديد نه کړي، نو دوی به ورسره قانوني چلند نه کار واخلي.
په ورته مهال په دې غونډه کې د ګرځندوی معينې مژګان مصطفوي وويل، چې بېلابېل بنسټونه د اطلاعاتواوکلتور له وزارت څخه په لسګونه میليونه افغانۍ پوروړي دي.
نوموړې له یادو بنسټونو وغوښتل څو د پور پيسې ژر ورکړي.
د ګرځندوی معينې مژګان مصطفوي زیاته کړه، چې په روان کال کې د کورونا ويروس د خپرېدو بحران له امله د ګرځندوى د برخې عوايد لږ ، خو په خبره یې ښايي راتلونکي ۵ میاشتو کې عواید بېرته څو برابره لوړ شي.