جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسعودي افغانستان کې د ۱۰۰ پرځای ۶۰۰ ښوونځي جوړوي

سعودي افغانستان کې د ۱۰۰ پرځای ۶۰۰ ښوونځي جوړوي

تاند(یکشنبه، داسد ۵) په سعودي عربستان کې د افغان سفارت وایي،سعودي عربستان په افغانستان کې د ۱۰۰ ښوونځیو پر ځای ۶۰۰ ښوونځي جوړوي.

په سعودي عربستان کې د افغان سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان سفیر د سعودي عربستان د پراختیا صندوق له چارواکو سره ویډيويي کنفرانس درلود.

په دې کنفرانس کې هوکړه شوې چې سعودي عربستان به د سلو ښوونځیو پر ځای شپږ سووه ښوونځي جوړوي او همدا راز به په افغانستان کې په نورو انکشافي پروژو کې هم مرستې کوي.

تر دې وړاندې سعودي عربستان ویلي وو چې په افغانستان کې به سل ښوونځي جوړوي. عرب چارواکو ویلي چې شپږ سووه ښوونځي به د انکشافي شوراګانو له لوري جوړېږي او کیفیت به یې د یوه مستقل شرکت له لوري ارزول کېږي.

د افغان حکومت په وړاندیز ، د دې ښوونځیو رغونه به د ساختماني شرکتونو پرځای د کلیو پراختیا شورا لخوا ترسره شي، او د دوی کیفیت به د یو خپلواک مشورتي شرکت لخوا وڅیړل شي.

په ریاض کې د افغانستان سفارت وویل، چې د سعودي انکشافي بودیجې هم د کابل حلقوي سړک پروژې لپاره تمویل او ډیزاین منلي دي.

که څه هم مشرانو جرګې په پیل کې وویل چې د سعودي سفیر مسلمیار ته ویلي چې هغه ۱۰۰ مدرسې جوړوي، وروسته یې څرګنده کړه چې د ژباړې خطا شوې وه او سعودي عربستان ۱۰۰ ښوونځي جوړوي.

https://taand.net/%d8%b3%d8%b9%d9%88%d8%af%d9%8a-%d8%b3%d9%81%db%8c%d8%b1%d8%8c-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%db%b1%db%b0%db%b0-%d9%85%d8%af%d8%b1%d8%b3%db%90-%d9%86/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب