جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهشمالي کوریا کې د کورونا لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه

شمالي کوریا کې د کورونا لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه

تاند (یکشنبه، د اسد ۵) د شمالي کوریا چارواکي خبر ورکوي چې په دغه هېواد کې د کورونا لومړنۍ مثبته پېښه په مرکزي ښار کایسونګ کې ثبت شوه.

چارواکو ویلي په کورونا اخته کس درې کاله په جنوبي کوریا کې اوسیدلی و او په خبره یې چې اوس په غیر قانوني توګه شمالي کوریا ته تللی دی.

د شمالي کوریا حکومت کایسونګ ښار په مکمله توګه کرنتین کړی دی او په خبره یې دوی به د کورونا د پراختیا د مخنیوي لپاره لازم اقدامات تر سره کړي.

کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د چین له ووهان ښار څخه خپره شوه چې په ټوله نړۍ کې یې د دولتونو په سطحه مالي او ځاني زیانونه ورسول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...