جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپه ترانسپورتي وسایلو کې د اومیندوارو لپاره نوی اپ

په ترانسپورتي وسایلو کې د اومیندوارو لپاره نوی اپ

تاند- ساینسپوهانو داسي سافټوېر یا نرمکالی جوړ کړی چې له اومیندوارو ښځو سره په عمومي ترانسپورتي نقلیه وسایلو کې د سیټ یا چوکۍ په موندلو کې مرسته کوي.

د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې دا نوی اپ، چې (Babee on Board) نومېږي، د 10x کمپنۍ د څېړونکو له لوري جوړ شوی دی.

دا اپ له اومیندوارو یا حامله ښځو سره مرسته کوي چې په عمومي ترانسپورتي وسایلو لکه بسونو، مترو او رېلګاډو کې د ناستې ځای ورته پیدا کړي.

دا اپ په نقلیه وسیله کې سپرو کسانو ته نوټیفیکېشن لېږي او خبر ورکوي چې اومیندواره ښځه شته چې ځای ته اړتیا لري.

خو دا سافټ وېر ځیني ستونزې هم لري. یوه ستونزه یې دا ده چې یوازې په ایفون کې کار کوي او بل یوازې هغو کسانو ته پیغام استولی شي چې دا اپ یې په خپل موبایل کې انسټال کړی وي. بله مسله دا ده چې باید بلوتوت یې روښانه وي حال دا چې اکثره خلک خپل بلوتوت روښانه نه پرېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب