Homeداسې هم شتهساینسفضا ته د جاپان پوځي سپوږمکۍ واستول شوه

فضا ته د جاپان پوځي سپوږمکۍ واستول شوه

تاند- جاپان، چې په دوهمه نړیواله جګړه کې له ماتې وروسته د پوځي وسایلو په جوړولو کې له محدودیتونو سره مخامخ دی، تېره اوونۍ لومړنۍ پوځي سپوږمکۍ فضا ته ولېږله.

جاپاني متخصصانو دا سپوږمکۍ د خپلو پوځیانو د ملاتړ او د شاوخوا سمندرونو په تېره بیا د ختیځ سمندرګي د څارلو لپاره توغولې ده.

چین او جاپان په ختیځ سمندرګي کې د (دیایویو) ټاپوګانو پر مالکیت اختلاف لري.

جاپاني سپوږمکۍ، چې سپارکل نومېږي، د جاپان یوه له درو دفاعي او پوځي سپوږمکیو ځنې ده چې د درو پخوانیو سپوږمکیو ځای نیسي.

جاپان وايي چې دا سپوږمکۍ د دغه هیواد سمندري او مځکنیو ځواکونو ته امکان ورکوي چې له رالېږل شویو معلوماتو څخه چټکه استفاده وکړي.

جاپان وروسته له دې په فضا کې د پوځي معلوماتو په برخه کې فعالیت زیات کړ چې تېر کال شمالي کوریا ۲۰ قاره ویشتونکي توغندي وویشتل او ورپسې د جاپان او چین ترمنځ د ختیخ سمندرګي او جنوبي سمندرګي پر سر لانجې رامنځته شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...