تاند(یکشنبه، د اسد ۵) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان سولې لپاره د دغه وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د سیمې او نړۍ هېوادونو سفر پیل کړی دی.
د وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې هغه به د یاد سفر په ترڅ کې چې د جولای ۲۴مه پیل شوی، قطر، بلغاریا، ناروې، پاکستان او کابل ته ولاړ شي.
د اعلامیې په وینا خلیلزاد به اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال په بین الافغاني خبرو کې د پرمختګ لپاره د پاکستان ملاتړ خپل کړي.
ځینې سرچینې وایي چې اوس تر بل هر وخت ښکېل لوري د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې پای ته رسېدو ته نېږدې شوي دي.
بل خوا واشنګټن ټینګار کړی چې که څه هم د بندیانو په خوشي کېدو کې پرمختګ شوی، خو د یادې ستونزې د بشپړ حل لپاره نورو هڅو ته جدي اړتیا ده.
ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بین لاافغاني خبرې د روانې جولای میاشتې په نیمایي کې پیل شي، خو د بندیانو د تبادلې پر سر راپیدا شوو خنډونو دا پروسه وځنډوله.
خلیلزاد ویلې چې د لیدنې پر مهال به پر افغان چارواکو فشار راوړي چې د بندیانو د خوشې کولو پروسه بشپړه کړي او تاوتریخوالی را کم کړي.