شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهحمدالله محب د غوڅ ملاتړماموریت له قومندان سره پرسوله او امنیت خبرې...

حمدالله محب د غوڅ ملاتړماموریت له قومندان سره پرسوله او امنیت خبرې کړي

تاند ( یک شنبه، داسد ۵) د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي، چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د غوڅ ملاتړماموریت له عمومي قوماندان سره پر سوله او امنیت خبرې کړې دي.

سرچینه وایي، چې په دې لیدنه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په رامنځ ته کېدو ټینګار وشو.

ملي امنیت شورا دغه راز په دې ناسته کې د جګړې پر مهال د ملکي وګړو د خوندیتوب او په دې برخه کې د نورو اقداماتو په اړه هم بحث او خبرې کړي دي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار او د غورڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان داسې مهال پر افغان سوله او امنیت خبرې کوي، چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د افغان سولې لپاره د دغه وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د سیمې او نړۍ هېوادونو ته سفر پیل کړی دی.

د یاد وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې خلیلزاد به د یاد سفر په ترڅ کې، چې د جولای ۲۴مه پیل شوی قطر، بلغاریا، ناروې، پاکستان او کابل ته ولاړ شي.

د اعلامیې پر بنسټ خلیلزاد به اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال په بین الافغاني خبرو کې د پرمختګ لپاره د پاکستان ملاتړهم خپل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب