Homeروغتیاشېدې؛ تر ورزش کولو وروسته غوره خواړه

شېدې؛ تر ورزش کولو وروسته غوره خواړه

ژباړه: حمیدالله حمیدي
انګلیسي څېړونکي وایي، له ورزش کولو وروسته باید هرو مرو یو ګيلاس شیدې وڅښل شي؛ ځکه له ورزشي فعالیتونو وروسته د بدن اوبه کمېږي او د دې اوبو پوره کولو لپاره شیدې تر بل هر څه اغېزناکې تمامېږي.
د (MSN) د راپور پر بنسټ، څېړونکي وایي شیدې د پروتینو، کاربوهایدرېت، کلسیمو او الکترولیتو غني سرچینه ده چې د اوبو په نسبت ډېر ژر د بدن اوبه پوره کولی شي.
په شیدو کې شته پروتین په ماشومانو کې د عضلو د ودې لامل کېږي چې په نورو لبنیاتو او مشروباتو کې نه موندل کېږي. څېړونکي وایي که د بدن یوه سلنه اوبه هم کمې شي پر بدن ۱۵ سلنه ناوړه اغېزه کوي چې په پایله کې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...