Homeخبرونهواشنګټن: ښایي روسیه د امریکا د متحدانو مهمې سپوږمکۍ له خطر سره...

واشنګټن: ښایي روسیه د امریکا د متحدانو مهمې سپوږمکۍ له خطر سره مخ کړي

تاند (جمعه، د اسد ۳) واشنګټن په روسیې تور پورې کړی چې د سپوږمکو ویشتونکی توغندی یې ازمویلی.

واشنګټن وايي ښايي روسیه ددې توغندیو په وسیله د امریکا او د امریکا د متحدانو مهمې سپوږمکۍ له خطر سره مخ کړي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د جولای په ۱۵ یوې کوچنۍ فضايي بېړۍ خپله یوه سپوږمکۍ د ځانګړو تجهیزاتو په وسیله تفتیش کړه.

متحده ایالاتو بیا پرون وویل چې یادې بیړۍ ددې خلاف بل ماموریت درلود.

د امریکا د فضايي ځواک قومندان جنرال رایموند وویل د روسیې د سپوږمکیو دغه سیستم چې د ځمکې په مدار کې د ګرځنده وسلو د ازموینو لپاره کارول کېږي، هماغه سیستم دی چې موږ د روان کال په پیل کې هغه مهال چې د امریکا د حکومت یوې سپوږمکۍ ته نږدې شوه د هغو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...