شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کوچیانو قومي مشران: ځیني حکومتي کسان د سولې پروسې په وړاندې...

د کوچیانو قومي مشران: ځیني حکومتي کسان د سولې پروسې په وړاندې خنډونه جوړوي

تاند (جمعه، د اسد ۳) د سوېل ختيځ زون د ۶ ولايتونو او د کوچيانو قومي شورا مشران وايي د سولې پروسه دې ریښتیني او ګړندۍ شي.

د یاد زون پکتیا، خوست، پکتیکا، لوګر، غزني، میدان وردک ولایتونو او د کوچیانو قومي شورا مشرانو او دیني عالمانو په یوه غونډه کې د هېواد روان حالت بحراني او د نه منلو وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې د سولې پروسه دې چټکه شي.

دغه ناسته چې نن د پکتیا په مرکز ګردېز کې جوړه شوې وه، ګډونوالو یې په حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل چې ځیني حکومتي کسان د سولې پروسې او مخامخ خبرو سره موافق نه دي او په وړاندې یې خنډونه جوړوي.

د غونډې ګډونوالو په خپلو خبرو کې وویل چې باید د داسې کسانو مخه ونیول شي تر څو د سولې پروسه مخته لاړه شي او پر وړاندې یې خنډونه جوړ نشي.

دوی دغه راز زیاته کړه د جګړو سربېره اداري فساد او د حکومت په داخل کې شته ستونزو خلک سخت غوسه او خواشیني کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب