یکشنبه, مې 19, 2024
Homeجنرال وزیريد تاریخ د محو کولو هڅې| جنرال دولت وزیري

د تاریخ د محو کولو هڅې| جنرال دولت وزیري

په افغانستان کې زیات وخت د پوځي او سیاسي تحولاتو له راتګ سره ځینو کړیو هڅه کړې چې د افغانستان واقعي تاریخي ارزښتونه د نورو په اشاره محو کړي. دا کار په پخوانیو وختونو کې هم شوی او معاصر تاریخ هم د دغو هڅو شاهد پاتې شوی دی.

د هندوستان هېواد یو اوسیدونکي ظفر حسین ایبک چې په ۱۹۱۹ میلادي کال په افغانستان کې [له انګریزانو د افغانستان د خپلواکې بېرته ګټلو پر مهال] ژوند کاوه، د خپلو خاطرو په کتاب (از سلطنت امیر حبیب الله خان تا صدارت سردار محمد هاشم خان) کې لیکي:

«د افغانستان د خپلواکۍ او له انګرېزانو سره د درېیمې جګړې وروسته کله چې د اعلیحضرت امان الله خان په هدایت سپاه سالار سردار محمد نادر خان له خپلو وروڼو سردار شاه ولي خان او سردار شاه محمود خان سره یو ځای د جنوبي د جنګ له محاذ څخه کابل ته راغلل، زه هم ور سره ملګری وم او له دوی سره یو ځای کابل ته راغلم.»

په هغو کلونو کې د افغانستان تر څنګ د نړۍ په بېلابېلو برخو کې هم کړکېچ روان و، په ګڼو هېوادونو کې لوږه او تنده وه، چې د دغو هېوادونو عام وګړي یې زیات ګواښل. خو په افغانستان کې خلکو له بېوزلۍ او تش لاس سره- سره د هېوادپالنې مینه پالله.

دی د خپلې لیکنې په دوام زیاتوي:

«کله چې موږ کابل ته را ورسېدو، د کابل په حضوري چمن کې په زرګونو افغانان چې ملي بیرغونه يې په لاسونو کې وو د جنګ د جنوبي محاذ د بریاوو او د جنوبي محاذ د مشر سپاه سالار سردار محمد نادر خان ته د ښه راغلاست په موخه راټول شوي وو.»

په هغو کلونو کې د هېوادپالنې مینه په واقعي معنی په خلکو کې خپره وه او خلکو زیاتې بریاوې په ګډه لمانځلې.

ظفر حسین ایبک زیاتوي:

«په حضوري چمن کې د اعلیحضرت امان الله خان له خوا سپاه سالار محمد نادر خان او ورسره ملګرو ته يې ښه راغلاست وویل شو، امان الله خان له انګرېزانو سره په جګړه کې د سردار نادرخان زړورتیا او کارنامې یې وستایلې او د دغو بریاوو له امله يې د افغانستان ټول ملت او سردار محمد نادر خان ته مبارکۍ وویلې او د هېواد د پرمختګ هیلې يې وکړې.»

ظفر حسین ایبک وايي:

«د دې ورځې پر سبا د شاه په دربار کې د سردار محمد نادرخان په ویاړ یوه ستره غونډه جوړه شوه. په غونډه کې د ستایلو تر څنګ د امان الله خآن له خوا د سپاه سالار نادر خان پر ټټر د هېواد عالي نښان وټومبل شو او د نښان تر څنګ یوه ټوټه ځمکه د علي اباد په سیمه کې د ډالۍ په توګه ورکړل شوه، خو نادر خان ته ډالي شوي ځمکه د ده له خوا د علي اباد ښوونځي ته ډالۍ شوه. د دې ټولو تر څنګ امان الله خان ارګ ته مخامخ د خپلواکۍ د ویاړ په نامه یو څلی جوړ او د نادر خان د اتلولۍ په ویاړ يې دغه تاریخی لیکنه پرې ولیکله:

به یادګار ورود کامیابي یګانه مجاهد وطندوست، ملت خواه جناب محمد نادرخان سپاه سالار که عموم ملت افغانستان حقوق ازادي خود را به قوه شمشیر این مرد دلیر از انګلیس در سال ۱۲۹۸ شمسي حاصل نمودند، بنا نموده شد.»

ځیني لیکوالان او سیاسیون بیا په بل نظر دي، یو له هغوی څخه محمد حلیم تنویر دی چې وايي:

«پر څلي دغه لیکنه د نادرخان د واکمنۍ پر مهال شوې ده.»

خو په ډیر شمیر لیکوالان بیا د ظفر حسین ایبک د لیکنې ملاتړ کوي او وايي، چې پر ډبرلیک دغه لیکنه د امان الله خان په هدایت لیکل شوې ده.

د امیر حبیب الله خان د سقاو د زوی د واکمنۍ پر مهال دغه لیکنه د څلي څخه لیرې کړای شوې وه، د نادرخان د واکمنۍ پر مهال د سردار شاه ولي خان له خوا بیرته ولیکل شوه.

ظفر حسین ایبک لیکي:

«په همدې توګه سپاه سالار سردار محمد نادر خان د امان الله خان له خوا د حرب وزیر او د وسله وال پوځ د لوی درستیز په توګه وټاکل شو.»

په ۱۳۹۶ لمریز کال د خپلواکۍ د کلیزي د لمانځلو پر مهال په دفاع وزارت کې ځینې کړۍ په دې هڅه کې وي چې دغه لیکنه له منار څخه لیرې کړي او پر ځای يې د امان الله خان په نامه یوه لیکنه ولیکي.

زه چې د وزارت د ستراتیژیکو اړیکو او د عامه چارو عمومي رئیس او د وزارت د مطبوعاتو او ویاند مسئولیت هم زما پر غاړه و، ما يې مخالفت وکړ او پرې مې نه ښودل چې په خپله هڅه کې بریالي شي، ځکه هر څه چې دي دا هم د تاریخ یوه برخه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب