Homeخبرونهپه زابل کې د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ۵۱ وسله...

په زابل کې د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ۵۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند(جمعه، د اسد ۳)  د ملي دفاع وزارت ویلي، چې په زابل ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښتو کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د جمعې په ورځ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې نښتې په ارغنداب ، شينکي او شاه جوی ولسوالیو کې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: “تیره شپه د طالبانو یوې ډلې د زابل په ارغنداب، شينکي او شاه جوی ولسوالیو پر ځینو سیمو د برید پلان درلود.”

خبرپاڼه زیاتوي: “ملي دفاعي ځواکونو د دښمن د دغه ناوړه پلان د پلي کیدو مخه ونیوله.

په دې نښته کې ۲۴ طالبان وژل شوي ۲۷ نور ټپیان شوي دي.”

د سرچینې په وینا ، په دې نښته کې ۴ عرادې موټرونه او د دښمن یو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي، او ۱۰ د بوشکو ماینونه، ۲۰ لاسي بمونه، د راډیو مخابراتي بیس او یو شمیر کلاشنکوف ټوپک افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت د نښتو پرمهال د امنیتي ځواکونو د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

بل لورته طالبانو هم تر دې دمه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...