جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهحکومت د۶۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو په خپل دریځ...

حکومت د۶۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو په خپل دریځ ولاړ دی

تاند(جمعه،د اسد ۳) افغان حکومت وایي، له اختر وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلولو لپاره به د طالبانو شپږ سوه بندیان خوشې نه کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پرون وویل، که د افغان حکومت په زندانونو کې د دوی پاتې بندیان تر لوی اختره خوشې شي نو دا ډله چمتو ده چې له اختر وروسته بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون وکړي.

خو د حکومت د رسنیو او معلوماتو مرکز مشر لطیف محمود وايي، دا ۶۰۰ طالب بندیان جرمي دوسیې لري او د خوشې کولو لپاره به یې د حکومت دریځ بدل نه شي.

د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې افغان حکومت د دې ډلې پنځه زره بندیان او طالبان د حکومت زر بندیان خوشې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...